د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا پر افغان ټاکنیزو ادارو د سیاسي فشار مخالفه ده: وېلز


اغلې وېلز کابل کې ولسمشر اشرف غني، اجراییه رییس عبدالله عبدالله او د انتخاباتي کمیسیونونو له چارواکو سره کتلي دي.
اغلې وېلز کابل کې ولسمشر اشرف غني، اجراییه رییس عبدالله عبدالله او د انتخاباتي کمیسیونونو له چارواکو سره کتلي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله الېس وېلز وايي، واشنګټن د افغانستان په انتخاباتي کمیسیونو کې د هر ډول لاسوهنې او پر دغو کمیسیونو د سیاسي فشار راوړلو مخالفه ده.

اغلې وېلز کابل کې ولسمشر اشرف غني، اجراییه رییس عبدالله عبدالله او د انتخاباتي کمیسیونونو له چارواکو سره کتلي دي.

د جنوبي او مرکزي اسیا لپاره د امریکا د بهرنیو چارو سرپرست مرستیال وزیرې پر خپلې ټویټرپاڼې لیکلي چې امریکا د افغانستان له انتخاباتي کمیسیونونو سره خپل ملاتړ ته دوام ورکوي چې هغوی په خپلواکه توګه باوري ټاکنیزه بهیر مخته یوسي.

د افغانستان انتخاباتو خپلواک کمیسیون په وار وار ټینګار کړی چې دوی یواځې د بایومټریک معلوماتو لرونکې رایې قبلوي او خپل کار ته به په خپلواکه توګه دوام ورکوي.

اغلې وېلز د ټاکنو کمیسیون دا دریځ ستایلی او ویلي یې دي چې دا کار به ډاډ زیات کړي او د باور وړ نتیجه به منځته راوړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې پرون د انتخاباتي کمیسیونو له غړیو سره لیدلي او هم یې د افغانستان له ولسمشر اشرف غني او اجراییه رییس عبدالله عبدالله سره جلا غونډې کړي.

په دغو لیدنو کې د افغانستان د سولې او انتخاباتو په اړوندو مسایلو بحث شوی دی.

په سېشنبه ارګ ماڼۍ لیکلي و چې ولسمشر اشرف غني له اغلې وېلز سره په لیدنه کې ټينګار وکړ چې د انتخاباتي کمیسیونونو پرېکړو ته دې درناوی وشي او هېڅ کاندید دې تر وخت مخکې د بریا ادعا نه کوي.

مېرمن وېلز د افغانستان له اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله سره په کتنه کې ویلي چې امریکا له شفافو انتخاباتو چې نتایج یې د انتخاباتو د قانون او لوایحو په اساس اعلانیږي، ملاتړ کوي.
مېرمن وېلز د افغانستان له اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله سره په کتنه کې ویلي چې امریکا له شفافو انتخاباتو چې نتایج یې د انتخاباتو د قانون او لوایحو په اساس اعلانیږي، ملاتړ کوي.

له میرمن ویلز سره د اجراییه رییس عبدالله عبدالله د لیدنې په اړه د ښاغلي عبدالله مرستیال ویاند امید میثم ازادي راډيو ته وویل:

"مېرمن الیس وېلز په صراحت سره اعلان وکړ چې امریکا د شفافو انتخاباتو او داسې انتخاباتو چې نتایج یې د انتخاباتو د قانون او لوایحو په اساس اعلانیږي، ملاتړ کوي. هغې له کمیسیون څخه هم وغوښتل چې په دې حساسو شرایطو کې خپل استقلالیت او شفافیت وساتي. له بلې خوا اجراییه رییس هم ټینګار وکړ چې شفاف او عادلانه انتخابات کولی شي، یوه با ثباته افغانستان ته د هیله مند کېدو لار پرانیزي."

د افغانستان د جمهوري ریاست انتخابات د میزان په شپږمه وشول او تمه ده راتلونکي شنبه یي لومړنۍ پایلې اعلان شي.

XS
SM
MD
LG