د لاسرسي ځای

تازه خبر

لغمان کې موټربم برید دوه افغان سربازان وژلي، ګڼ ماشومان ژوبل


د افغانستان په ختیځ ولایت لغمان کې چارواکي وايي، په علیشنګ ولسوالۍ کې پر امنیه قوماندانۍ موټربم برید دوه افغان سربازان وژلي دي.

د لغمان والي ویاند اسدالله دولتزي ازادي راډیو ته وویل، په دغه برید کې شپږ افغان سربازان او ۲۰ ماشومان چې د چاودنې سیمې ته نږدې په یوه جومات کې په درس بوخت وو، ټپيان شوي دي.

د لغمان د عامې روغتیا ریاست هم تایید کړې، ګڼ ټپیان او دوه مړي روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي وایي، دغه برید نن سهار شااوخوا شپږ بجې شوی دی.

ښاغلي رحیمي ویلي چې باروت په یوه مزدا موټر کې اېښودل شوي ول.

طالبانو د دغه برید مسئولیت منلی دی.

بلخوا د افغانستان دفاع وزارت وايي، په بلخ کې د ملي اردو د يوې MI-17 ډوله څرخي الوتکې د نسکورېدو په پېښه کې د ٤ پيلوټانو په ګډون ٧ تنه سورلۍ وژل شوې ده.

د هوايي ځواکونو دغه څرخي الوتکه د هیرتان سوداګریز بندر ته څېرمه رالوېدلې ده.

دغه وزارت په سېشنبه په يوه اعلاميه کې وويل، دا څرخي الوتکه ملي اردو د ٧٧٧ مې قطعې مربوط وه.

په شمال کې زون کې د ٢٠٩ شاهين قول اردو وياند محمد حنيف رضايي د دې پېښې په اړه په سېشنبه ازادۍ راډيو ته وويل: "دا يوه روزنيزه الوتکه وه، چې د سېشنبې مازيګر پنځه بجې او ٣٠ دقيقې له تخنيکي ستونزې سره مخامخ شوې ده، پيلوټان مجبوره شوي، چې بېړنۍ ناسته وکړي. الوتکه د ناستې پر وخت پر ځمکه لګېدلې ده."

دفاع وزارت د دې الوتکې د نسکورېدو پر پېښه خواشيني ښوولې ده.

XS
SM
MD
LG