د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مولانا فضل الرحمان احتجاج به د ملک پر اقتصاد څه اغېز وکړي؟


د پاکستان او امریکا پیسې
د پاکستان او امریکا پیسې

پراګ - د جمعیت علما اسلام ف ډلې مشر مولانا فضل الرحمان اعلان کړی دی چې د اکتوبر پر ۲۷مه د حکومت پرضد د اسلام اباد پر لور لاریون پیلوي او د اکتوبر له ۳۱مې به د اسلام اباد په ډي چوک کې پرلت وهي.

نوموړي په ډاګه کړې ده چې پرلت به یې تر هغه روان وي تر څو چې یې حکومت نه وي ړنګ کړی. د اپوزېشن لویو ګوندونو هم د مولانا فضل الرحمان د دې احتجاج ملاتړ کړی دی.

خو د تحریک انصاف په مشرۍ حکومت وايي ، اپوزېشن ګوندونو ته به په اسلام اباد کې د احتجاجي ناستې اجازه نه ورکوي.

مولانا فضل الرحمان په داسې وخت کې د اپوزېشن د نورو ګوندونو په مرسته او ملاتړ د حکومت پرضد په اسلام اباد کې احتجاج کوي چې د حکومت په وینا ، پاکستان وار له مخه له سختو اقتصادي مشکلاتو سره مخامخ دی.

په تېر یوه کال کې نه یوازې د ولس له خوا د ګرانۍ پرضد احتجاجونه شوي بلکې د ملک تجارانو هم د نویو ټیکسونو پرضد مظاهرې کړې دي.

خو د وزیراعظم عمران خان په مشرۍ حکومت وايي ، د ملک اقتصاد له بحران سره مخامخ دی او ولس باید ټیکسونه ورکړي.

د پاکستان پر اقتصادي حالت نظر لرونکی او د خیبر پښتونخوا د تجارانو مخکښ زاهد شنواری وايي ، داسې احتجاجونه به د ملک وار له مخه ځپل شوی تجارت په ټپه ودروي.

نوموړي مشال راډیو ته وویل چې اپوزېشن او حکومت دواړه باید د ملک مخ پر لا خرابۍ اقتصاد ته پام وکړي.

"دا زموږ کاروبار او اقتصاد ته ډېر لور تاوان رسوي ، په تېر حکومت کې چې عمران خان کوم پرلت کړی وی هغه هم ملک ته په اربونو نقصان رسولی وو. په تېرو دېرشو ، څلوېښتو کالو کې زموږ اقتصاد دومرې نه وو ټکڼی شوی لکه اوس چې دی. زموږ تجارت او صنعت اوس له ډېر مشکل حالت سره مخامخ دي"

عمران خان چې کله د ۲۰۱۸م کال د جولايي په پای کې واک ته ورسېد ، تر هغه وروسته یې یو شمېر هیوادونو ته د دې لپاره سفرونه وکړل چې هم اقتصادي مرستې وغواړي او هم پانګه وال دې ته وهڅوي چې په پاکستان کې سرمایه کاري وکړي.

د سیاسي او اقتصادي چارو پوه رفیع الله کاکړ وايي ، که د اپوزېشن ګوندونه په اسلام اباد کې د حکومت پرضد احتجاج کوي نو دا به نه یوازې حکومت له مشکل سره مخامخ کړي بلکې پر بهرنۍ سرمایه کاري به هم ډېر منفي اغیز وکړي.

"له دې سره به یو داسې غیر یقیني صورتحال پیدا شي چې ایا حکومت به ړنګ شي که به پاته شي ، نو په داسې حالت کې بیا پر بهرنیو سرمایه کارانو او په ملک دننه بازار باندې ډېر منفي اثر کېږي"

مولانا فضل الرحمان او د اپوزېشن نور مشران تور پورې کوي چې د عمران خان په مشرۍ تحریک انصاف د درغلیو په نتیجه کې واک تر لاسه کړی وو او اوس د دوي په وینا ، د عمران خان حکومت ناکامه شوی او استعفی دې وکړي.

خو د تحریک انصاف مشران وايي ، اپوزېشن ګوندونه ولس رد کړي وو او اوس د دوي په وینا ، د دې لپاره احتجاجونه کوي چې خپلې درغلۍ پټې کړي.

XS
SM
MD
LG