د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خوست کې په صابون د لاس مینځلو نړیواله ورځ ولمانځل شوه 


د خوست روغتیایي مسوولین او د پوهنې چارواکي له زده کوونکو او کورنیو غواړي، چې خپلې سالمتیا او روغتیا ساتنې په خاطر دې په صابون، د لاس مینځلو کلتور دود کړي.

دوی د سېشنبې ورځې ناوخته د ښار په یو ښوونځي کې د لاس مینځلو د نړیوالې ورځې په لمانځه کې وویل، لدې برنامې يې موخه داده چې ښوونکي او زده کوونکي دا پیغام خپلو کلیو او کورونو ته ولیږدوي.

روغتیا پالان وايي، پر صابون لاس نه مینځل د اسهالاتو، سینه بغل، خوارځواکۍ او نورو خطرناکو ناروغیو لامل کیږي او د زده کوونکو د تعلیمي نتیجو پر کموالي هم اغېز لري.

د خوست د پوهنې ریاست چارواکو له زده کوونکو او کورنیو وغوښتل، چې د خپلې سلامتیا او روغتیا ساتنې په خاطر دې لاسونه پر صابون مینځي او دا پیغام دې نورو ته هم ولیږدوي.

دوی وایي، پر صابون لاس مینځل باید د ټولنې د وګړو په یو دود بدل شي.

د خوست پوهنې رئیس نصیراحمد روښان مشال راډیو سره په خبرو کې وویل، چې تر اوسه هم په ډيریو سیمو کې خلک او کورنۍ په صابون د لاس مینځلو له فرهنګ سره بلد نه دي او دې مسالې ته په برسیرن نظر ګوري.

د خوست پوهنې رئیس نصیراحمد روښان
د خوست پوهنې رئیس نصیراحمد روښان

نوموړی زیاتوي: ((د اکتوبر پنځلسمه په صابون سره د لاس مینځلو نړیواله ورځ ده، دا ورځ مو د پوهاند عبدالحی حبیبي په لیسه کې د زده کوونکو سره ولمانځله، د دې ورځې د لمانځنې پیغام دادی چې زده کوونکو ته دا پیغام انتقال کړو چې په کور او ښوونځي کې لاسونه په صابون سره پریمنځي، ولې بدبختانه اوس هم په ډېریو سیمو کې په صابون د لاس مینځلو له فرهنګ سره بلد نه دي.))

د شفیع الله ګلرنګ په نوم یو ښوونکی وايي، پدې لمانځ غونډه کې ښوونکو او زده کوونکو ته دا پیغام ورکړل شو، چې خلک په ورځني ژوند کې د صابون په واسطه لاس پریمنځي او دا خبره عملي کړي.

د فیض الله او اجمل په نومونو دوه تنه خوستي زده کوونکي وايي، چې په صابون لاس مینځلو سره د هر کس روغتیا ته ګټه رسیږي او له ناروغیو ژغورل کیږي.

دوی زیاتوي، زده کوونکي او روڼ اندي باید د خپلې کورنۍ غړي او کلیوال پدې وپوهوي، چې لږ تر لږه د ډوډۍ خوړولو مخکې او له رفع حاجت وروسته خپل لاسونه په صابون سره پريمنځي.

بلخوا روغتیا پالان وايي، پر صابون لاس مینځل پنځوس سلنه اسهالات، شل سلنه سینه وبغل او د ۲۰سلنه زده کوونکو غیرحاضري کنټرولی شي.

د خوست د عامې روغتیا ریاست مرستیال ډاکټر ګل محمدالدین محمدي، چې د دې نړیوالې ورځې له ګډونوالو څخه وو، وویل په صابون د لاس د نه مینځلو له کبله یو کس په هضمي، اسهالاتو او تنفسي ناروغیو اخته کیدلی شي.

دده په وینا، له خپلې روغیتا سره بې احتیاطي کله نا کله د سختو ناروغیو لامل ګرځي.

د یادولو وړ ده، چې د اکتوبر پر پنځلسمه د صابون په واسطه د لاس مینځلو نړیواله ورځ له ۲۰۰۸ زکال راهیسې د وژونکو ساري ناروغیو د مخنيوي او روغتیا ساتنې په موخه د نړۍ له سلو په ډېرو هېوادونو کې نمانځل کېږي.

روغتیا پالان وايي، چې د ساري او وژونکو ناروغیو د مخنیوي لپاره پر صابون لاس مینځل تر ټولو اسانه، ارزانه او ښه لاره ده.

XS
SM
MD
LG