د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان د نړيوال خړ لیست څخه د وتلو کوښښ کوي


د ايف ای ټي ايف د تېر کال د غونډې عکس

پاکستاني چارواکي وايي د تورو پېسو مينځنې او ترهګرو د مالي سرچينو د وچولو پر چارو د څار ادارې، فايننشل ايکشن ټاسک فورس له خړ ليست څخه د وتلو لپاره يې ګټور ګامونه اخیستي دي.

د پاکستاني حکومت يو پلاوی د دغې ادارې په غونډه کې د خپل هېواد د کړو ګامونه رپورټ وړاندې کولو لپاره د فرانس سرښار پېرس ته ورغلی دی.

د ايف، ای، ټي، ايف شريکې ادارې ایشيا پېسيفيک د اکتوبر په دوهمه خپاره کړي رپورټ کې وويل چې پاکستان ته څلوېښت وړانديزونه ورکړل شوې وو چې پر ځينو په بشپړ او ځينو لږ عمل شوی دی. په رپورټ کې زياته شوې وه چې په نهو اهدافو د کم پرمختګ له وجې ژورې اندېښنې موجودې دي.

د پاکستان بهرنيوو چارو وزير شاه محمود قرېشي د اکتوبر په ۱۴مه جيونيوز سره په مرکې کې ويلي چې پېرس ته تللي پلاوي تازه رپورټ به دغه اندېښنې ختمې کړي. که دغه اندېښنې ختمې شوې نه وي او نړيوال د پاکستان له کړي کاره خوشاله نه شي نو له هغه خړ ليست څه تور ليست ته تللی شي چې په ۲۰۱۸ کال کې پکې اچول شوی وو. د فايننشل ټاسک فورس په تور ليست کې د راتګ له وجې په يو ملک کې بهرنۍ سرمايه کاري ډېره کمېږي چې له وجې يې اقتصاد خرابېدلی شي.

د سياسي چارو پوه رحيم الله يوسفزی وايي ښايي پاکستان تور ليست کې ونه غورځي خو له خړ لیست هم ونه وځي. ((پاکستان ته اهداف ورکړل شوي وو او اوس دوی وايي چې په هغو کې ډېر يې پوره کړي دي. پاکستان وېره لري چې هندوستان به کوښښ وکړي چې دوی په تور ليست کې راشي. هندد ایف ای ټي ايف غړی دی. په یوازې ځان دا کار نه شي کولی خو د ترهګرۍ د پېښو داسې شواهد به وړاندې کوي چې تور يې پر پاکستان پورې دی.))

ايف، ای، ټي، ايف په ۱۹۸۹ کې جوړه شوې اداره ده چې ۳۹ هېوادونه یې غړي دي. اوسمهال یې مشري په دوره يي توګه چين کوي. د هند د ملي امنيت سلاکار اجيت دوول د اکتوبر په ۱۴مه په نوي دهلي کې په يوه غونډه کې وويل چې پاکستان د ترهګرو د پاللو پاليسۍ له کبله په نړۍ کې يوازې شوی دی او ښايي په تور ليست کې واچول شي خو پاکستاني چارواکي د وسله والو ساتل او په نړيواله کچه د يوازېتوب خبره نه مني.

د سياسي چارو پوه، ډاکټر محمد تقي وايي چين په ايف، ای، ټي، ايف کې د پاکستان سره مرسته کولی شي خو په وېنا یې چې تر څو یې د وسله والو د پاللو پاليسي نه وې پرېښي تر هغې به د دا قسمه بندېزونه سره مخ کېږي.

د پاکستان حکومت د وسله والو د ملاتړ تورونه په بیا بيا رد کړي دي. د ترهګرۍ سره د مبارزې د هم آهنګۍ کولو قامي ادارې، ناکټا د لیست تر مخه، پاکستان تر دا مهاله ټولې ۷۱ سختدریځې ډلې ناقانونه ګرځولي او د هغوی بانکي اکاونټونه یې بند کړي دي.

XS
SM
MD
LG