د افغانستان دولت په خیبر پښتونخوا کې د خپلې تړل شوې کونسلګرۍ په باب ویلي چې تر څو په پېښور کې افغان مارکېټ د دوی په واک کې نه ي ورکړل شوی تر هغو به یې هلته کونسلګري تړلې وي.
د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر د پېښور د افغان مارکېټ د ستونزې د هواري لپاره له پاکستانيو چارواکو سره خبرې کوي.
د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند صدیق صدیقي د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د افغان مارکېټ د ړنګولو او له دغه مارکېټه د افغانستان ملي بیرغ کښته کولو په تړاو د پاکستاني حکومت اقدام قانوني نه دی.
ښاغلي صدیقي وايي، د دغې ستونزې تر ډیپلوماتیک هواري پورې به په پېښور کې د افغانستان کونسلګري تړلي وي.
دی وایي: "مونږ هیله مند یوو چې دا ستونزه هواره شي، کوم جایداد چې افغان مارکېټ پورې اړه لري د افغانانو په واک دې کې ورکړل شي، د یو یا څو کسانو دعوې باید د دوو هېوادونو د اړیکو د خرابېدو لامل نشي، تر کومه چې دغه ستونزه هواره نشي، طبعاً په پاکستان کې زمونږ د سفارت پرېکړه ده چې کونسلګريبه ټړلي وي، خو زمونږ سفیر هڅه کوي چې ستونزه هواره او کونسلګريپرانیستل شي."
افغان مارکېټ په پېښور کې د یو شمېر افغان سوداګرو او هټۍوالو د سوداګریزو توکو د پلور او پېر مارکېټ دی چې له کلونو راهیسې فعال دی.
د تېرې پنجشنبې په ماښام سلګونه پاکستاني پولیس افغان قونسلګرۍ ته له خبر ورکولو پرته دغه مارکېټ ته ورغلي او د افغانستان بیرغ او لوحه یې ترې راښکته کړي دي.
افغان چارواکي وايي، پولیسو نیت درلود چې مارکېټ له خالي کولو پس ړنګ کړي.
د پاکستاني پولیسو دې کار د افغان حکومت غبرګون راوپارولو او په دې تړاو یې یوه اعلامیه خپره کړه.
په دغه اعلامیه کې چې د تېرې جمعې په ورځ خپره شوه، راغلي چې د پاکستاني پولیسو دا اقدام غیر مسؤلانه او د افغانستان بیرغ ته سپکاوی ګڼل شوی.
افغانستان د پاکستان حکومت د دې اقدام په غبرګون په خیبر پښتونخوا کې خپله کونسلګري هم وتړله.
د خیبر پښتنوخوا صوبايي حکومت په پېښور کې د افغان حکومت د کونسلګرۍ د تړلو په تړاو تر اوسه څه نه دي ویلي.
د ازادي راډیو د مشال څانګې د خبریال د خبر له مخې، د پاکستان سپریم کورټ څه موده مخکې پاکستاني پولیسو ته د دغه مارکېټ خالي کولو اجازه ورکړې وه.