د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلاول افریدی: زده کړې مې برنس کې کړي خو خدمت په سیاست کې کوم


دا اوونۍ په مشال مرکه کې د بلاول افریدي سره غږېدلي یو. نوموړی له خیبر ضلعې نه د خیبر پښتونخوا د اسمبلۍ غړی دی.

بلاول افریدی د وتلي سیاستوال او قبایلي مشر الحاج شاه جي ګل زوی او په قوم کوکي خېل دی. د نوموړي په وینا لوړې زده کړې یې په لندن کې کړې دي. هغه وايي، دا چې د کاروباري کورنۍ سره یې تړاو دی نو لوړې زده کړې یې د بزنس یا سوداګرۍ په څانګه کې کړې دي.

بلاول افریدی وايي، دی د خلکو د خدمت لپاره سیاست ته تللی او د خپل پلار په شان غواړي چې په دې لاره کې نوم پیدا کړي.

په دې مرکه کې له بلاول افریدي نه دا پوښتنه هم شوېده چې هغه ولې د لوړې د مراسمو بر مهال د نورو ډېرو خبریالانو او عکاسانو په منځ کې د ثناالله په نوم یو عکس اخېستونکي ته بار بار غږ کولو چې د هغه عکس دې واخلي؟

له بلاول افریدي سره د مشال مرکه دلته واورئ
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:25:10 0:00
د ډاېرېکټ لېنک



XS
SM
MD
LG