د لاسرسي ځای

تازه خبر

عمران خان د ایران په سفر دی


دا په ۲۰۱۹م کال کې ایران ته د پاکستان د وزیراعظم دویم سفر دی. 
دا په ۲۰۱۹م کال کې ایران ته د پاکستان د وزیراعظم دویم سفر دی. 

اسلام اباد ـ د پاکستان وزیراعظم عمران خان د اکتوبر پر ۱۳مه له ایرانیو چارواکو سره د خبرو لپاره تهران ته روان شوی دی.

پاکستاني چارواکي وايي، دا به یو ورځنی سفر وي چې په ترڅ کې به یې نوموړی د ایران د ولسمشر حسن روحاني او نورو چارواکو سره وګوري.

دا په ۲۰۱۹م کال کې ایران ته د پاکستان د وزیراعظم دویم سفر دی او د اوسني سفر په اړه ویل کېږي چې عمران خان به پکې د ایران او سعودي عرب ترمنځ د ترېنګلتیا د ختمولو کوشش کوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د اکتوبر پر ۱۲مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د وزیراعظم ایران ته سفر په سیمه کې د امن د راوستلو لپاره یوه هڅه ده.

خبرپاڼه کې راغلي چې عمران خان به په خلیج کې د امن او سلامتۍ نه علاوه د خپل منځیو اړیکو په اړه هم د دواړو هیوادونو له چارواکو سره خبرې کوي.

هلته د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي هم د اکتوبر پر ۱۱مه په ملتان کې په یوه خبري غونډه کې ویلي وو، عمران خان به د ریاض او تهران تر منځ د غلط فهمیو د لرې کولو کوشش کوي.

داسې راپورونه هم دي چې کېدی شي وزیراعظم عمران خان د ایران له دورې څخه وروسته سعودي عرب ته هم لاړ شي.

په پېښور کې مېشت د نړیوالو چارو پوه ډاکټر سرفراز خان وايي، کله چې د دوو هیوادونو ترمنځ شخړه وي نو دریمګړیتوب لپاره داسې کس پکار وي چې د لانجو د حل طریقې ورته معلومې وي او د دواړو خواوو مشترکې خبرې برڅېره کولی شي، خو د نوموړي په وینا عمران خان دې کار ته جوړ نه دی ځکه چې په ملک کې دننه هم هغه ته د سیاسي حل لارې نه دي معلومې نو نړېوالې کشالې به څنګه هواروي.

خو د ایران لپاره د پاکستان پخوانی سفیر اصف درانی بیا وايي، پاکستان یواځې د هغو دواړو اسلامي هیوادونو ترمنځ د خبرو اترو له لارې د ترینګلتیا د ختمولو هڅه کولی شي، خو د لانجې حل په دې پورې هم اړه لري چې د هغو هیوادونو په زړونو کې څه دي؟

XS
SM
MD
LG