د لاسرسي ځای

تازه خبر

سعودي عرب مو ۵۷۹ وګړي ازاد کړي: پاکستان


د سعودي عرب جنډۍ
د سعودي عرب جنډۍ

پاکستان وايي سعودي عرب يې پنځه سوه نهه اويا (۵۷۹) وګړي چې په مختلفو وړو جرمونو کې قید و له مختلفو زندانونو راخوشې کړل شوي دي.

دا خبره د سمندر پار پاکستانيانو فاونډېشن يو مشر ډاکټرعامر شېخ د زيارت په ورځ د قامي اسمبلۍ د اوورسيز پاکستانيانو قايمه کمېټۍ ته کړي ده.

د يادې کمېټۍ غونډه چې دشېخ فیاض الدين په مشرۍ د اکتوبر پر۱۰مه په اسلام اباد کې شوې وه. پر دې مهال د ډاکټر عامر شيخ وينا وه د شاهي فرمان له مخې دا کسان پرېښودل شوي دي او د ياد ملک په جيلونو کې په سوونو نور قید پاکستانيانو د راخوشې کولو لپاره يې محکمه د سعودي چارواکو سره په تماس کې ده او هيله لري چې په سوونو نور پاکستانيان به هم ډېر ژر راخوشې کړل شي.

د ذکر ده چې د روان کال په فيبرورۍ مياشت کې د سعودي عرب وليعهد محمد بن سلمان خپلې د پاکستان دوې پرمهال د وزيراعظم عمران خان په خواست د سعودي په جيلونو کېقید د ۲۱۰۰ نه زياتو پاکستانيانو د خوشې کولو فیصله کړې وه.

د قايمه کمېټۍ يو غړي فضل محمد خان مشال راډيو ته وويل د کمېټۍ په غونډه کې يې دا پوښتنه راپورته کړي وه چې د سعودي عرب لخوا ورسره کومه وعده شوې وه نو په هغې تر کومه حده عمل شوې دې نو په جواب کې ورته د هغه ۵۷۹ کسانو ليسټونه ورکړل شو چې د راخوشې کولو وروستو پاکستان ته رارسېدلي دي.

د نوموړي وينا وه راخوشې کړې شوي زياتره کسان د منشياتو په قاچاق، په غېر قانوني توګه سعودي ته داخليدو، غلا کولو، جيبونه وهلو او رشوت په تور کې قید وو.

د يادونې ده چې د روان کال په جولای مياشت کې د سينټ د بشري حقونو قايمه کمېټۍ د سعودي عرب په بيلا بيلو جيلونو کې قيد پاکستانيانو په نه راخوشې کولو د تشويش څرګندونه کړې وه او له پاکستان حکومته يې غوښتلي وو چې دا معامله دې سعودي حکومت سره په اعلې کچ راپورته کړي.

XS
SM
MD
LG