د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستاني سوداګر د حکومتي تګلارې خلاف راوتي


په اسلام اباد کې د تاجرانو احتجاج.

د خېبر پښتونخوا په ګډون د ټول پاکستان سوداګرانو د اکتوبر پر اوومه د حکومت د اقتصادي پاليسو او ټيکسونو پرضد په اسلام اباد کې احتجاج وکړل.

په پېښور کې د تاجرانو د مرکزي تنظيم يو مشر حاجې محمد حليم مشال راډيو ته وويل، د حکومت د زياتو ټيکسونو له کبله يې کاروبارونه په ټپه درېدلي دي چې له وجې تاجران او کاروباريان ډېر زيات پرېشانه دې او د احتجاج هدف يې حکومت ته دا ښودل دي چې دوی يې له پرېکړو خوشاله نه دي.

له دې وړاندې د اګست په مياشت کې هم تاجرانو د زياتو ټيکسونو پرضد په اسلام اباد کې احتجاج کړی و او له حکومت سره د مذاکراتو وروسته خپل احتجاج يې بيا ختم کړل.

په احتجاج کې د موجودو تاجرانو وينا وه، د دوی ټيکسونو له وجې د حکومت نظام چلېږي نو ورته دې اسانتياوې ورکړل شي او موبایلونو او موټرو په ګډون په نورو شيانو چې حکومت د ټيکسونو شرح زياته کړې نو هغه په راکمولو سره دې د وړوکي او درميانه سايز کاروباريانو لپاره فکسډ ټیکس سکيم پیل کړي.

د پېښور د اليکټرانکس مارکيټ جنرل سېکرټري محمد زبير وايي، د پاکستان د امدن ټولولو ادارې يا اېف بي ار لخوا د ټيکسونو شرح زياتولو پرضد يې دا احتجاج کړي او ترې غوښتنه کوو چې ټيکس دې ختم کړي او اسانتياوې دا راکړي چې کاروبارونه مخ پروړاندې بوځو.

بلخوا د اېف بي ار مشر شبرزيدي په دې وروستيو کې رسنيو ته ويلي و حکومت به داسې هېڅ پريکړه نه کوي چې له کبله يې صنعتونو او يا تاجرانو ته زيان ورسي.

دې ترڅنګ وزير اعظم عمران خان تیره اونۍ د تاجرانو له يوې ډلې سره په خبرو کې ويلي چې تاجران د پاکستان د اقتصاد مهمه برخه ده او حکومت به له تاجرانو سره په ګډه دا ټولې مسلې هواروي.

تبصرې وګورئ

XS
SM
MD
LG