د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان حکومت د پي ټي ايم ۳ مشرانو په ورتګ بندېز ولګاوه


منظور پښتين، محسن داوړ او علي وزير
منظور پښتين، محسن داوړ او علي وزير

د بلوچستان حکومت صوبې ته د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشرانو منظور پښتين، علي وزير او محسن داوړ په ورتګ بندېز لګول سم کار بولي.

د صوبې کورنيوو چاو وزير ضياالله لانګو د اکتوبر په ۷مه مشال راډيو ته وويل چې د سپتمبر په څلورويشتمه يې حکم کړی چې دغه کسان د ۶۰ ورځو لپاره د صوبې هيڅ ضلعې ته ورپرېنږدي.

لانګو زياته کړه چې پښتون ژغورنې غورځنګ د رياست او امنيتي ادارو خلاف چيغې وهي او له دې وېرې چې په بلوچستان کې د بلوڅو په شان پښتانه هم ازادۍ غوښتنې ته ونه هڅېږي، د دې غورځنګ مشران ته اجازه نه ورکوي چې هلته ورشي.

رياست سره څوک جنګ نه شي کولی.
د بلوچستان کورنيوو چارو وزیر


نوموړی وايي: ((تاسو يقین وکړئ چې کله د بلوچستان لپاره د ازادۍ غږ وشو نو ټول کالجونه بند شول او ټول ځوانان غرونو ته وختل. اوس څوک لادرکه دی او د چا مړی موندل کېږي. ما اوس په دې سوچ کړی چې پښتون قام له دې نقصانه وژغورم. دا دوستان چې دلته راځي دوی د رياست خلاف خبرې کوي. دا وخت موږ ته د يووالي ضرورت دی. غلطيانې له رياسته هم شوې او له ادارو هم. له خلکو هم شوې دي نو د غلطيانو له وجې بايد د يو بل سره دښمني ونه کړو. رياست سره څوک جنګ نه شي کولی.))

د منظور پښتين په مشرۍ د پښتون ژغورنې غورځنګ د پاکستان له امنيتي ادارو غواړي چې غېب کړل شوي کسان دې عدالتونو ته حاضر کړي، هدفي وژنې دې بندې کړي او له بېلابېلو سيمو دې په زمکه کې ښخ کړل شوي ماينونه وباسي. پوځ ويلي چې پر دې ټولو کارونو پرمختګ شوی دی او ډېر غېب کړل شوي کسان کورونو ته ستانه شوي دي.

دوی غواړي چې خلکو ته حقایق ونه رسي او خلکو رښتيا اورېدو ته راغونډ نه شي.
محسن داوړ


د بلوچستان حکومت په نوټيفيکېشن کې ذکر شوي علي وزير له جنوبي وزيرستانه او محسن داوړ له شمالي وزيرستانه د قامي سمبلۍ غړي دي. محسن داوړ د بلوچستان حکومت د حکم په اړه د اکتوبر په ۷مه مشال راډيو ته وويل د دوی ټولې غوښتنې آييني دي او هيڅوک یې چيرته د تګ مخه نه شي نیولی.

هغه زياته کړه: ((موږ به دا حکم په عدالت کې چېلنج کوو. موږ د بيان ازادي لرو. آيني او قانوني حق مو دی. که دوی پر موږ اعتراض لري نو ايف، ای، آر دې وکړي. موږ به يې د پخوا په شان عدالتونو کې چېلنج کوو. مخکې هم دوی داسې کارونه کړي دي خو زور يې نه دی رسېدلی. د همدغسې حکم دلاندې دوی وزيرستان ته زما په تګ بندېزو ولګاوه خو خلکو بيا هم زه د پارليمان غړی وټاکلم. دوی غواړي چې خلکو ته حقایق ونه رسي او خلکو رښتيا اورېدو ته راغونډ نه شي.))

ياده ده چې وي چې د فرورۍ په دوهمه په بلوچستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ يو مشر، ارمان لوڼی د مظاهرې پر مهال مړ شوی وو. پوليسو ويلي وو چې هغه د زړه درېدو له وجې سا ورکړې خو دې غورځنګ په خپل ايف اي ار کې پر پوليسو دعوه کړې چې په وهلو سره يې ارمان وژلی دی. په دې اړه د صوبې په هايي کورټ کې مقدمه روانه ده خو چاته سزا نه ده ورکړل شوې.

XS
SM
MD
LG