د لاسرسي ځای

تازه خبر

جلال اباد کې چاودنې ۱۲ تنه وژلي، ۳۲ ژوبل

له چاودنې ژوبل تنان روغتون ته وړل کېږي. ۲۰۱۹، ۷م اکتوبر
له چاودنې ژوبل تنان روغتون ته وړل کېږي. ۲۰۱۹، ۷م اکتوبر

د افغانستان ختیځ ولایت ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې د ملي اردو پر یوه کاسټر موټر چاودنه کې ۱۲ کسان وژل شوي او ۳۲ نور ټپیان دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاو الله خوږیاڼي رسنیو ته ویلي چې په دغه موټر کې د ملي اردو سرتېري سپاره ول چې د پوهنتون روغتون سره نزدې پرې نن مازدیګر څلور نیمې بجې چاودنه وشوه.

د هغه په وینا په چاودنه کې د یوه ماشوم په ګډون ۱۲ کسان وژل شوي او ۳۲ نور ټپیان دي.

خوګیاني وویل، باروت په یوه زرنج کې اېښودل شوي ول.

د ننګرهار ولایتي روغتون چارواکي وایي چې د پېښې له ځایه یې یو مړی او ۲۹ ټپیان وروړي دي.

XS
SM
MD
LG