د لاسرسي ځای

تازه خبر

د احتساب ادارې مشر د سوداګرو تورونه رد کړل


جسټس جاويد اقبال په ډاګه کړه چې نېب يوه خپلواکه اداره ده او د چا تر واک لاندې نه ده.
جسټس جاويد اقبال په ډاګه کړه چې نېب يوه خپلواکه اداره ده او د چا تر واک لاندې نه ده.

پراګ ـ د پاکستان احتساب ادارې مشر د دې هېواد د سوداګرو له خوا پر نېب لګول شوي تورونه بې ځایه بللي دي.

په دې ورسوتيو کې د دې هېواد مطبوعاتو داسې رپورټونه خپاره کړي چې پکې ويل شوي ول چې سوداګرو د اکتوبر پر دوهمه نېټه د پوځ مشر جنرال قمر جاويد باجوه سره په ملاقات کې تور پورې کړی چې نېب د دوی په کاروبار کې لاسوهنه کوي.

خو جسټس جاويد اقبال د اکتوبر پر شپږمه نېټه په دې اړه په اسلام اباد کې يو ځانګړی خبري کانفرنس وکړ.

نوموړي وويل، هڅه کوي چې د سوداګرو لپاره يو ښه معاشي چاپیريال رامنځ ته کړي.

نوموړي وويل چې د سوداګرو د ستونزو د حل لپاره يوه څلور کسېزه کمېټي جوړه شوې ده او تمه يې وښودله چې له دې سره به د هغو مسلې هوارې شي.

د ده په خبره چې دا کمېټي به مشاورتي اداره وي.

جسټس جاويد اقبال په ډاګه کړه چې نېب يوه خپلواکه اداره ده او د چا تر واک لاندې نه ده.

سوداګرو ته د ډاډ ورکولو لپاره نوموړي ځینې اقدامات هم اعلان کړل.

په دې کې یو هم له ټيکسونو سره د تړلو مقدمو ختمول دي.

هغه وويل چې په راتلونکې کې به نېب د ټيکسونو له چارو سره هيڅ کار نلري او دراتلونکې اوونۍ په پای کې به دا کار د ګمرک مرکزي ادارې (اېف بي ار) ته وسپارل شي.

د ده په خبره دوهم اقدام له بينک څخه د ديواليه شويو سوداګرو دی.

نوموړي وويل چې نېب له خپلې مخې د ديواليه شويو سوداګرو پرضد به تر هغې پورې کاروايي نه کوي ترڅو اړونده بېنک ورڅخه غوښتنه ونکړي.

د نېب مشر دريم اعلان دا وکړ چې د نېب افسران به سوداګرو ته ټيليفون نه کوي او د ده په خبره چې که چېرته د يوه سوداګر په اړه يې څه شک وو نو هغه ته به د يوه طريقه کار مطابق اول نوټس ورلېږل کېږي بیا به يوه سوالنامه او که د دې سربېره يې هم د ډاډ وړ ځواب ترلاسه نکړ نو هغه سوداګر به د وضاحت لپاره دفتر ته ور غوښتل کېږي.

خو د اقتصادي چارو پوه ډاکټر فرخ سليم د نېب د مشر له خوا د سوداګرو د ډاډ لپاره اقدامات اغېزمن نه ګڼي.

نوموړي د اکتوبر پر شپږمه نېټه مشال راډيو ته وويل، هغه په ماضي کې داسې ثبوتونه په نظر نه ورځي چې په رڼا کې وايي چې د نېب د اقداماتو له کبله پر اقتصادي هلو ځلو ښه اغېز شوی دی.

د الومړی ځل نه دی چې د پاکستان سوداګر له نېب څخه شکايت کوي بلکې دوی له څه مودې راهيسې وايي چې د نېب له خوا په سوداګريزو چارو کې مداخلې يې پر کاروبار ناوړه اغېز کړی چې په نتيجه کې يې د هغه هېواد اقتصاد هم زيانمن شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان له څه دپاسه يو کال راهیسې له اقتصادي کړکېچ سره مخامخ دی او په دې لړ کې يې له ملګرو هېوادونو او د ماليې نړيوال صندوق ای اېم اېف څخه پورونه هم اخیستي دي.

XS
SM
MD
LG