د لاسرسي ځای

تازه خبر

مولانا فضل الرحمان وايي ، په هر صورت د حکومت ضد لاریون کوي


د مولانا فضل الرحمان پخوانی عکس
د مولانا فضل الرحمان پخوانی عکس

پراګ - د جمعیت علما اسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمان واييچې ګوند به یېپه هر حال کې د روانې میاشتې پر ۲۷مه د اسلام اباد لوري ته د حکومت ضد د ازادي مارچ په نامه لاریون کوي.

نوموړي د اکتوبر پر پنځمه له مشال راډیو سره په ځانګړې مرکه کې وویل چې که چېرې حکومت د دوی احتجاجي لاریون کې خنډونه واچولیاد دوی د ګوند مشران یا کارکنان یې و نیول نو نتیجې به یې ښې نه وي.

مولانا فضل الرحمان وویل چې په دې لاریون کې به ورسره مخالف سیاسي ګوندونه هم وي.

د مشال راډيو خبریال خالد خان له مولانا فضل الرحمان سره خبرې کړي دي او په سر کې یېترې پوښتلي چې په لاریون کې د خنډونو په صورت کې به یې ردعمل څه وي؟

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:17 0:00
د ډاېرېکټ لېنک


XS
SM
MD
LG