د لاسرسي ځای

تازه خبر

د  ورانکارې ډلې کوربه‌توب د اصولو خلاف کړنه ده. افغان حکومت


د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د طالب پلاوي د هرکلي په حال کې
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د طالب پلاوي د هرکلي په حال کې

د افغانستان حکومت له طالب استازیو سره د پاکستان بهرنیو چارو وزیر پر کتنه نیوکې وکړې او ویې ویل، دا ډول کتنې د افغانستان سولې بهیر ته مرسته نه شي ورکولی.

د ولسمشر اشرف غني ویندوی صدیق صدیقي نن پنجشنبه په یوه خبري غونډه کې وویل، د افغانستان حکومت لا هم طالبان د سولې بهیر ته ګواښ ګڼي.

دی وايي، که پاکستان غواړي چې د افغان سولې په برخه کې په ریښتیا مرسته وکړي، نو په خپل هېواد کې دې د ترهګرو ډلو ځالې ورانې کړي.

د افغان ولسمشر ویاند صدیق صدیقي
د افغان ولسمشر ویاند صدیق صدیقي

صدیقي وایي: د سولې بهیر یوازې هله نتیجه لرلی شي چې مشري او کوربه توب یې د افغانانو په لاس کې وي. له بده مرغه طالبان لا هم تشدد ته دوام ورکوي، په انتخاباتو کې یې پر بېلابېلو برخو حملې وکړې، زموږ انتخابات یې وګواښل او لا هم د تاوتریخوالي خبرې کوي.

د افغانستان حکومت تر دې وړاندې ایران ته هم د طالبانو د پلاوي پر سفر انتقاد کړی و.

د افغان ولسمشر ویاند صدیق صدیقي ویلي چې پاکستان د طالبانو دغه سفر له افغان سولې سره هېڅ مرسته نه ‌شي کولای.

د ده په خبره، د یوې ورانکارې ډلې کوربه‌توب د هېوادونو ترمنځ د ټولو اصولو او اړیکو خلاف عمل دی.

پاکستان ته د طالب پلاوي له سفر سره سم د دې هېواد د بهرنیو چارو وزارت وايي، دا سفر به د امریکا او طالبانو ترمنځ د خبرو د بیا پیلېدو په برخه کې مرسته وکړي.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت وايي، شاه محمود قریشي له طالب پلاوي سره په کتنه کې ټینګار کړی چې د افغانستان شخړه د جګړې له لارې نه هوارېږي او ژر باید د سولې خبرې بیا پیل شي.

د پاکستان بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي په دې لیدنه کې هیله وښودله چې امریکا او طالبان به ډېر ژر یوځل بیا د سولې خبرې پیل کړي چې په افغانستان کې سولې او پایدار ټېکاو ته لار هواره شي.

د پاکستاني چارواکو او طالب استازو د ناستې یو انځور
د پاکستاني چارواکو او طالب استازو د ناستې یو انځور

قریشي په دې لیدنه کې دا هم ویلي، پاکستان غواړي چې دا ځل په پوره صداقت د افغانستان سولې بهیر سره مرسته وکړي او په افغانستان کې ټېکاو/ثبات راشي خو د ولسمشر غني د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب د امریکا د بهرنیو اړیکو په شورا کې د وینا پر مهال وویل، که یوشمېر هېوادونه د لاسپوڅو په وسیله په افغانستان کې جګړې ته دوام ورکوي، دوی به له دغو هېوادونو سره خبره سپینه کړي.

دی زیاتوي: "افغان ټولنه له پاکستانه د یو شمېر مسایلو د تضمین غوښتونکې ده، زما په اند، امریکا هم دا غوښتنه لري، هغه دا چې د افغان حکومت او وسله‌‌والو طالبانو ترمنځ په لاسلیکېدونکې هر ډول هوکړه کې باید پاکستان لاسوهنه و نه ‌کړي، باید دغه هوکړه رعایت کړي او احترام ورته ولري."

بل لوري ته بیا طالبان وايي، پاکستان ته ‌یې سفر د دې هېواد په رسمي بلنه کړی.

د طالبانو د قطر دفتر غړي مولوي شهاب‌الدین دلاور په خپله یوه مرکه کې چې د دې ډلې ویاند ذبیح‌الله مجاهد په خپله ټویټرپاڼه خپره کړې، ویلي چې پاکستان ته دغه تللی ۱۲ کسیز پلاوی له پاکستاني چارواکو سره پر سیاسي موضوعاتو سربېره دې هېواد ته د افغانانو د سفر په برخه کې په شته ستونزو بحث کوي.

ده وویل: "دا یو رسمي سفر دی چې د پاکستان په رسمي بلنه کېږي، د دې سفر پر مهال به بحثونه پر سیاسي موضوعاتو متمرکز وي، خو تر خوا به ‌یې پاکستان ته د افغانانو د تګ راتګ په برخه کې په شته ستونزو هم موږ خبرې وکړو."

د وسله‌والو طالبانو او د امریکا متحده ایالاتو ترمنځ د سولې خبرو نږدې ۱۰ میاشتې دوام وکړ، خو د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د تېرې سپټمبر میاشتې په اوومه د امریکا او طالبانو ترمنځ د خبرو درولو امر وکړ او په خپله ټویټرپاڼه‌ یې ولیکل چې طالبانو یو دروغجن بري ته د رسېدو لپاره په کابل کې د یوه برید مسؤلیت ومانه او په یوه برید کې یې د دوی یو ستر سرتېری او ۱۱ تنه نور ولسي وګړي ووژل، نو له همدې کبله ده چې د سولې خبرې یې ورسره وشلولې.

راپور: امېد زهیرمل

XS
SM
MD
LG