د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پښتو موسيقۍ لوی ستوری پرېوت


د ((هارون باچا هنري ګړۍ)) خپرونې پاڼې ته ښه راغلاست.

د دې اوونۍ خپرونه مو د نوميالي سندرغاړي استاد هدايت الله پر ژوند او هنر خبرو او د هغه سندرو ته ځانګړې کړې.

استاد د ۲۰۱۹ز د سېپټمبر پر ۲۸مه د ورپېښې ناورغۍ له امله پېښور ته نېږدې په خپل پلرني کلي ډاګ بېسود کې ومړ او هم هلته خاورو ته وسپارل شو.

هدايت الله د پاکستان راډيو او ټېلېويژن ترڅنګ د پښتو فلمونو لپاره هم سندرې ويلې وې.

ويل کېږي چې د هدايت الله اواز د هندي فلمونو د نوميالي سندرغاړي محمد رفيع ته ورته وو او ځکه نو د پښتو موسيقۍ محمد رفيع بلل کېده.

د پاکستان حکومت استاد هدايت الله ته ولسمشریزه جايزه هم ورکړې.

په خپرونه کې د استاد د مشهورو فلمي سندرو ترڅنګ د هغه د لمسي مشال خان، د سندرغاړي راشد خان، د موسيقار ماسټر علي حيدر او د پېښور راډيو د يوه پخواني پروډيوسر او شاعر لايق زاده لايق خبرې اورئ.

خپرونه دلته واورئ
تم شئ
نښلول

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:41:50 0:00
د ډاېرېکټ لېنک


XS
SM
MD
LG