د لاسرسي ځای

تازه خبر

د هند او پاکستان "ممکنه اټومي جنګ ۱۰۰ميليونه وګړي وژلی شي"


د پاکستان او هند سرتيري پر واګه پوله
د پاکستان او هند سرتيري پر واګه پوله

د کشمير پر سر د پاکستان او هند حالات تر دې حده ترينګلي دي چې د څېړونکيوپه خبره، يوې داسې جګړې ته لار برابروي چې په ميليونونو خلکو ژوند ته خطر پېښولی شي.

هند د اګست پر پنځمه تر خپلې ادارې لاندې کشمير خودمختار حيثیت واخيست او په بشپړه توګه یې له هېواد سره ونښلولی.

پاکستان ورسره پر دې سيمه دعوه لري او د ازادۍ غوښتونکو وسله والو ملاتړ کوي. خو هند وايي دا یې خپله خاوره ده او پاکستان ورته د ترهګرو په لېږلو سره بې امني جوړوي.

د پاکستان وزيراعظم عمران خان تېره اونۍ په ملګرو ملتونو کې پر نړۍ غږ وکړ چې د دې مسلې په حل کې دې مرسته وکړي. هغه خبرداری ورکړ که داسې ونه شي نو هند او پاکستان دواړه اټومي وسلې لري او د جنګ په صورت کې ډېر زيات نقصان کېدلی شي. هند دريځ لري چې کشمير يې کورنۍ مسله ده او د چا منځګړتوب ته پکې ضرورت نشته.

ساينس ايډوانسیز ژورنال د هند او پاکستان له ممکنه جنګ څخه ممکنه کېدونکي ويجاړي د ښه تشريح لپاره يوه خيالي منظر کشي کړې ده. دوی ويلي فکر وکړئ چې ۲۰۲۵ کال دی. وسله وال د هند پر پارليمان بريد کوي. په غبرګون کې يې نوی دلی د پاکستان تر ادارې لاندې کشمير ته خپل ټينکونه ورننباسي. پاکستان یې ځواب د جنګ په مېدان کې په استعماليدونکو اټومي وسلو ورکوي.

فرانس پريس خبري اژانس د ساينس ايډوانسيز ژورنال په حواله ليکلي که ریښتيا هم دغسې وشي نو دا به د نړۍ لپاره ويجاړوونکی جنګ وي چې په سمدستي ډول به پکې سل ميليونه وګړي ووژل شي او په ميليونونو نور به د خوړو کمښت او له داسې يخ موسم له وجې وځپل شي چې په نړۍ کې يې ساری نه دی لیدلی شوی.

د يادونې ده چې د اټومي وسلو د کارولو له وجې پر چاپيريال تور کاربن خورېږي چې په څو اونيوو کې د ټولې نړۍ فضا نيولی شي. تور کاربن ځمکې ته د لمر وړانګو رسېدو مخه نیسي چې له کبله یې هوا يخېږي. دا پر کرهڼه هم اغېزه کوي او نړۍ کې د خوراک کمي پېدا کېږي.

په ۱۹۴۷ کال له برتانيا ازاد شوي، پاکستان او هند پر کشمير څو ځل جنګونه کړي. دوی هر يو یې ۱۵۰ اټومي سرګلولې لري چې کله یې نه دې کارولې. فرانس پريس خبري اژانس ليکلي، هند پاليسي لري چې پر هېچا به لومړی بريد نه کوي خو که حمله پرې وشوه نو د خپلې دفاع لپاره هر څه کولی شي. بلخوا پاکستان ويلي چې په دوو حالاتو کې به خپلې اټومي وسلې کاروي. يو دا چې په نورو وسلو د حملې مخه ونه شي نیولی او يا هم دوهمه دا چې که هند پرې لومړی اټومي وسلې استعمال کړي.

XS
SM
MD
LG