د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوستي ویناوال: د ښوونکو په ژوند کې ښه والۍ راغلی


په خوست کې ښوونکي او د پوهنې د بهیر کارکوونکي وايي، چې د پخوا په پرتله د ښوونکو په ژوند کې ښه والۍ راغلی او د دوی علمي کچه لوړه شوې ده، خو لا هم یو شمېر ستونزو سره مخامخ دي.

دوی یادې څرګندونې د چارشنبې په ورځ خوست کې د ښوونکي د نړیوالې ورځې په لمانځ غونډه کې وکړې.

دوی وویل، ډېریو ښوونکو ته د کورونو لپاره ځمکې نه دي ورکړل شوي،تنخواوې يې کمې دي او پدې تنخواوو د دوی د کورونو اړتیاوې نه پوره کیږي.

د خوست ښوونکي او د پوهنې د بهیر کارکوونکي وايي، چې د پخوا په پرتله يې ژوند ښه شوی او علمي کچه يې لوړه شوې، خو د ژوند په بیلابیلو برخو کې لا همستونزو سره مخامخ دي.

دوی زیاتوي، څو کاله مخکې نږدې ټولو ښوونکو تر دولسمو ټولګیو پورې زده کړې کړې وې، خو اوسمهال اکثرو ښوونکو پوهنتونونه لوستي او ځينو يې د ماسټری تر کچې زده کړې کړي دي.

دوی مني، چې په دې وروستیو کې مسوولینو ښوونکو او ښوونیز بهیر ته پاملرنه ډېره کړې، چې له کبله يې د پوهنې کیفیت ورسره ښه شوی، خو دوی غوښتنه کوي، جې ښوونکو ته باید په نورو برخو کې هم توجه وشي.

د خوست دوه تنه سابقه لرونکي ښوونکي مختارالدین جلالزوی او امیربادشاه هاشمي مشال راډیو ته وویل، په دې وروستیو کې د ښوونکو تشویق او هڅونه د دې لامل شوې، چې په ټوله کې په خوست کې د پوهنې کیفیت او د زده کوونکو ښوونیزه کچه ورسره ښه شي.

د ښوونکي د جشن به لمانځلو کې د بېلابېلو ښوونځیو ګڼو ممتازو زده کوونکو هم برخه اخیستې وه.

درې تنه زده کوونکي احسان الله، عبدالوهاب روشان او نثارالله عرفان وايي، ښوونکی باید زده کوونکي په داسې روحیه وروزي، چې ټوپک ته نه ووايي او د کتاب او قلم په واسطه خپل هېواد د نورې نړۍ سره سیال کړي.

دوی زیاتوي، ښوونکي باید ټولګیو ته په وخت حاضر شي، زده کوونکي تهدید نه کړي او هغوی وهڅوي، چې زده کړې وکړي.

د ښوونکي د نړیوالې ورځې په لمانځنه کې ګڼو ښځینه ښوونکو او زده کوونکو هم برخه درلوده.

دوو تنو نجونو زده کوونکو اسما او کلثوم په خپلو مقالو کې ښوونکی د جهل او ناپوهۍ له لښکرو سره د مبارزې اتلان یاد کړل اوزیاتوله يې چې د ښوونکو د هڅو په پایله کې روښانه او منوره ټولنه رامنځته کیږي.

قومي مشر شاپور وايي، ښوونکی د انسان د روزنې دروند مسوولیت لري او دا مسوولیت باید په پوره ډول اداء کړي.

د ده په وینا چې ښوونکی باید په خپله د د لوړ کریکټر او حسنه اخلاقو بیلګه وي او نورو لپاره د رهنما حیثیت ولري.

بلخوا د خوست د پوهنې ریاست چارواکي وايي، معارف کې د اصلاحاتو او کیفي ښه والي لپاره به خپلې هڅې ډېرې کړي.

د پوهنې رئیس نصیراحمد روښان د ښوونکو ستونزې مني او وايي، کوښښ کوي د سرپناه په ګډون د ښوونکو ستونزو او غوښتنو ته رسیدنه وشي.

خوست د افغانستان له هغو ولایتونو څخه دی، چې د پوهنې بهیر په کې څه نا څه پرمختګ کړی او خواوشا درې نیم لکه ماشومان، تنکي زلمیان او ځوانان يې په نږدې پنځه سوه ښوونځیو کې پر زده کړو بوخت دي.

د یادو زده کوونکو دریمه برخه نجونې دي.

په خوست کې ښوونیز بهیر د نږدې اته زره رسمي او غیر رسمي ښوونکو لخوا پر مخ بیول کیږي.

XS
SM
MD
LG