د لاسرسي ځای

تازه خبر

په بلخ کې ۱۱ پولیس وژل شوي


افغان چارواکي وايي چې د هېواد په شمالي ولايت بلخ کې د پوليسو پر يو مرکز د طالبانو په بريد کې لږ تر لږه ۱۱ پوليس وژل شوي دي.

د بلخ والي وياند منير احمد فرهاد ويلي چې اکتوبر پر لومړی نېټه سهار وختي پر موټر سايکل سپرو د څه باندې ۴۰۰ وسله والو طالبانو يوې ډلې د شور تپه ولسوالۍ پر امنيه قومندانۍ بريد وکړ.

نوموړی وايي، تر بريد وروسته جګړه پيل شوه چې اوس هم روانه ده.

د نوموړي په وينا په دې جګړه کې ۱۱ افغان پوليس وژل شوي او طالبانو ته هم درانه مرګ ژوبله اوښتې ده.

د هغه په وينا ولسوالۍ ته يې تازه دمه ځواکونه پر لاره دي.

د شور تپه ولسوال کريم خان بيا وايي چې طالبانو ۱۳ پوليس نيولي هم دي او د سيمې تر پرېښودو وړاندې يې امنيه قومندانۍ ته اور اچولی دی.

د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ويلي چې دوی ولسوالي نيولې ده.

د بلخ ولايتي شورا مشر محمد افضل حديد بيا وايي هغه ويره لري چې که چيرې دغه ليرې پرتې ولسوالۍ ته پر وخت تازه دمه ځواکونه او مهمات ونه رسېږي نو مرګ ژوبله زياتېدای شي.

XS
SM
MD
LG