د لاسرسي ځای

تازه خبر

مسلم ليګ نواز د حکومت ضد مارچ تر نومبره د ځنډولو وړاندېز کړی


د مسلم ليګ نواز يو مشر احسن اقبال ( ارشېف عکس)
د مسلم ليګ نواز يو مشر احسن اقبال ( ارشېف عکس)

پاکستان مسلم ليګ نواز جميعت علما اسلام ته وړاندېز کړی چې د حکومت پرضد د کېدونکې ازادۍ مارچ نېټه دې و ځنډوي.

د سېپټمبر پر ۳۰ مه نېټه د مسلم ليګ نواز يو مشر او د قامي اسمبلۍ غړي احسن اقبال خبرې غونډې ته د وينا پر مهال وويل چې دوی په دې اړه د شهبازشريف په مشرۍ غونډه کړې چې پکې زياتره ګډون والو په دې سلا ول چې مارچ دې د اکتوبر پر ځای په نومبر مياشت کې وشي.

احسن اقبال زياته کړه چې دوی يوه کمېټۍ جوړه کړې ده چې هغه به د جمعت علما اسلام په ګډون له نورو اپوزيشن ګوندونو سره په دې تړاو سلا مشوره کوي البته هغه په ډاګه کړه چې د تحريک انصاف حکومت په راغورځولو کې به له هر تحريک سره ملګري کېږي.

احسن اقبال د ازادۍ مارچ د ځنډولو د وړاندېز علت دا وښود چې دوی غواړي د ګوند کارکنان د احتجاج لپاره پوره تيار کړي.

جميعت علما اسلام اعلان کړی چې د اکتوبر په پای کې به د عمران خان په مشرۍ حکومت پرضد په اسلام اباد کې په هر صورت کې مارچ کوي.

حکومت وايي چې اپوزيشن د خپلو درغليو پټولو لپاره دغسې مظاهرې او مارچونه کوي.

XS
SM
MD
LG