د لاسرسي ځای

تازه خبر

ټاکنو کمېشن: قاسم خان سوري سپريم کورټ ته تللی شي


د پاکستان انتخاباتو خپلواک کمېشن چارواکي وايي د قامي اسمبلۍ مرستيال سپېکر او حکمران تحريک انصاف غړی، قاسم خان سوري کولی شي خپله مسله سپريم کورټ ته يوسي او د هغه د ليري کېدو حکم چېلنج کړي.

د دې کمېشن يو چارواکي، الطاف احمد د سپتمبر په دېرشمه مشال راډيو ته وويل د بلوچستان هايي کورټ له خوا پرېکړه شوې چې په ۲۰۱۸ کال کې شوو ټاکنو کې د قاسم خان سوري په ګټه درغلي شوې نو ځکه هغه نور د پارليمان غړی نه شي پاتې کېدلی.

الطاف احمد زياته کړه: ((اصول داسې دي چې اوس سوري صېب کولی شي په دېرشو ورځو کې خپله مقدمه سپريم کورټ ته وروړي. که سپريم د هغه په حق کې پرېکړه وکړي نو دی به د پارليمان غړی پاتې شي خو که یې د بلوچستان هايي کورټ پرېکړه سمه وبلله نو بيا به موږ په هغه حلقه بيا ټاکنې کوو.))

دغه حلقه اين ۶۵ ده. دلته د بلوچستان نېشنل ګوند يو امېدوار يا کانديد نوابزاده لشکر رييساني تور پورې کړی وو چې قاسم سوري د تېر کال په ټاکنو کې په درغليوو کامياب شوی دی. ایکسپريس ټريبيون ورځپاڼې د رييساني د وکيل له خولې ويلې چې په ۱۱۴۰۰۰ رايو کې ۶۵۰۰۰ جعلي ختلې.

د بلوچستان هايي کورټ د ټاکنو ټریبيونل د سپتمبر په ۲۷مه پرېکړه وکړه چې پر دې حلقه کې دې بيا انتخابات وشي. پرون په پارليمان کې د اپوزېشن ګوند پيپلز پارټۍ يو مشر نويد قمر له سپېکر وغوښتل چې زر تر زره دې نوی مرستيال وټاکي. هغه د پارليماني چارو د قانون يوولسمه مادې تر ذکر وروسته زياته کړه چې که قاسم خان سوري د خپلو رايو دفاع وهم کړلی شي، يوازې به د پارليمان يو غړی وي.

هغه وويل: ((دا ډېره ضرروري ده. تاسو ته چې څنګه نوټيفيکېشن راشي نو بايد اعلان وکړئ. که سوري صېب ته سپريم کورټ د پاتې کېدو حکم ورهم کړي نو تاسو مجبوره ياست چې هغه بيا د مرستيال سپېکر په چوکۍ انتخاب کړئ. یعنې بيا به له سره ټاکنې کېږي.))

د قامي اسمبلۍ سپېکر اسد قېصر د نويد قمر په ځواب کې وويل چې ده ته د مرستيال سپېکر د ليري کېدو نوټيفيکېشن نه دی رسېدلی. قاسم خان سوري تر اوسه پورې د دې پرېکړې خلاف سپريم کورټ ته نه دی تللی.

XS
SM
MD
LG