د لاسرسي ځای

تازه خبر

علي وزير او محسن داوړ پارلمان ته ورستانه شول


محسن داوړ او علي وزير
محسن داوړ او علي وزير

د څلورو مياشتې بند تېرولو وروسته، د سپتمبر په دېرشمه په پارليمان کې د شمالي وزيرستان استازي، محسن داوړ خپل تقرير د پښتو په يو شعر پېل کړ چې: زما تړلي لاس او ستا درنې درنې څپېړې – يو ورځ خو به جانانه دا حساب کې راولم

داوړ د مې په ۲۶مه ويشتمه شوې د شمالي وزيرستان د خړ کمر پېښې په هکله وويل چې پوځ پر دوی بې بنياده الزام ولګاوه: ((پر موږ الزام وو چې پر پوځيانو مو ډزې کړي. پر موږ خو هغه دی مقدمه وچلېده خو پوځيانو چې زموږ ملګري شهيدان کړي، د هغوی مقدمه د چا خلاف وکړو؟ هغوی ته انصاف پکار دی.))

زه له يوه کاله وايم چې راشئ کښېنو سره. تاسو ولې نه کښېنئ؟ موږ په وزيرستان کې امن راوستل غواړو. پوځ له هغه ځايه وتل غواړي.
د دفاع وزير، پرويز خټک


داوړ زياته کړه: ((که پر ما او علي وزير چا يو ډز کول هم ثابت کړ نو ما په دغه بهر چوک کې پانسي کړئ. که زه وايم چې ترهګر چا جوړ کړي نو غدار مې بولي او د ترهګرۍ مقدمه راباندې جوړوي خو وزيراعظم عمران خان پخپله په امريکا کې وويل چې دا ترهګرو زموږ امنيتي ادارو جوړ کړې دي. موږ له دې رياسته نور د وفادارۍ سرټيفيکېټ نه اخلو بلکې دا رياست بايد موږ ته خپله وفاداري وښيي.))

د خړ کمر پېښه

د پښتون ژغورنې غورځنګ دا مشران، علي وزیر او محسن داوړ د خړ کمر تر پېښې وروسته د ترهګرۍ ضد قانون لاندې پر امنيتي ځواکونو د بريد په تورونو ونيول شول. خو د بشري حقونو ادارو، پښتون ژغورنې غورځنګ او اپوزيشن پرله پسې غوښتنو وروسته، تر يوې مقدمې وروسته د عدالت په حکم د سپتمبر په ۲۱مه په ضمانت خوشي شول.

پوځ منلي چې پر دوی بريد کوونکي پنځه تنه یې وژلي او پنځه پوځيان زخمي شوي. خو پښتون ژغورنې غورځنګ وايي پوځ د دوی پنځلس بې وسلې کسان له دې وجې ووژل چې هغوی پر امنيتي ادارو نيوکې کولو لپاره نعرې وهلې. پوځ دريځ لري چې د ترهګرۍ ځپلو او قبايلي سيمې له وسله والو پاکولو لپاره يې په زرګونو سرتيري قرباني شوي دي. خو د منظور پښتين په مشرۍ، له وزيرستانه راپېدا شوی پښتون ژغورنې غورځنګ تور پورې کوي چې امنيتي ادارو تر ډېره ولسي وګړي ځپلي او په زرګونو بې ګناه پښتانه يې غېب کړي چې بايد عدالتونو ته یې راولي.

نن په پارليمان کې د پاکستان دفاع وزير پرويز خټک خبرې وکړي او د پښتون ژغورنې غورځنګ تورونه یې رد کړل:

عملياتو کې د وژل شوو پنځوسو ترهګرو نومونه دې راکړي چې دوی وژلي وي، زه به استعفا ورکړم.
د پارلمان غړی، علي وزير


هغه وويل: ((زه له يوه کاله وايم چې راشئ کښېنو سره. تاسو ولې نه کښېنئ. موږ امن راوستل غواړو په وزيرستان کې. پوځ هم له هغه ځايه وتل غواړي. که تاسو امن خرابول غواړئ او خرابه ژبه کاروئ نو تاسو سره په هيڅ صورت خبرې نه شي کېدلی. که ستاسو ايجنډا د پاکستان وي نو اوس هم ستاسو مسايل زه حلوم. تاسو بايد په دې ايوان کې وواياست چې ستاسو ايجنډا د پاکستان ده او د هغوی ادارو خلاف خبرې نه کوئ چې د ملک حفاظت کوي.))

د کورنيوو چارو او رېلوی وزيرانو هم ورته خبرې وکړي. پښتون ژغورنې غورځنګ وايي د حکومت سره له جرګو تر اوسه څه نه دې راوتي او پکار ده چې د حقیقتونو معلومولو لپاره دې يو کمېشن جوړ شي. په پارليمان کې هغه وخت شور شو چې علي وزير د دفاع وزير خبرو ته د ځواب ويلو موقع وغوښته.

د اپوزېشن او حکومتي غړو تر لنډو ناندريو وروسته علي وزیر خبرې پېل کړي او وې ويل چې د قانون په رڼا کې له خپلو امنيتي ادارو څخه حساب غواړي.((په خدای قسم دی. الله مې په سر ولاړ دی. هلته چې هر څومره نقصان شوی دی ټول د ولسي وګړو شوی دی. راه نجات او ضرب عضب عملياتو کې د وژل شوو پنځوسو ترهګرو نومونه دې راکړي چې دوی وژلي وي، زه به استعفا ورکړم.))

د پاکستان سرکاري ټيليويژن چې د پارليمان ټوله غونډه په ژوندۍ بڼه ښيي، د علي وزير تقرير په منځ کې ښودل بس او پر ځای یې د لاهور تاريخي ودانۍ په نامه پروګرام شروع کړ.

XS
SM
MD
LG