د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان زلزله: کشمیر ډېر ځپل شوی


تر پاکستاني انتظام لاندې کشمیر کې د سېپټمبر پر ۲۴ مه راغلې زلزلې یو کور بشپړ چپه کړی دی.
تر پاکستاني انتظام لاندې کشمیر کې د سېپټمبر پر ۲۴ مه راغلې زلزلې یو کور بشپړ چپه کړی دی.

د پاکستان ترانتظام لاندې کمشير چارواکې وايي په مير پور ضلعه کې راغلې زلزلې ۳۷ کسان وژلي او۵۵۰ زيات يې ټپيان کړي دي.

د کشمير د افتونو سمبالولو ادارې (اېس ډي اېم اې) ترمخه چې زلزلې لوجې شپاړس سوه نه زيات کورونه په مکمله توګه او ۷۰۰۰ نه زيات په جزوي توګه متاثره شويدي او په راتلونکي دوو ورځو کې به د نقصاناتو مکمل تفصيل رسنيو سره شريک کړي.

د سېپټمبر پر ۲۴ مه د پاکستان په بيلا بيلو برخو او د ياد ملک تر انتظام لاندې کشمير په ميرپور بمبر او کوټلي ضلعو کې زلزله راغلې وه چې تر ټولو زيات نقصان يې ميرپور ضلعې ته رسولې دې.

په کشمير کې زلزلې څومره نقصان کړی؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:29 0:00


د ميرپور ضلعې جاتلا سيمې ته تلونکي عمومي سړک ۱۴ کلو ميټره برخه د زلزلې لوجې ځايې پرځايې متاثره شوي ده چې لوجې امدادي ټيمونو د سانګ، سموال شريف، پل منډا او افضل پور نه علاوه يو شمير نورو يونين کونسلو ته امدادې سامان رسولو کې د سختو مشکلاتو سره مخ دي او د يادو سيمو خلک يا خو پېدل او يا په موټرسايکلو باندې ښار ته تګ راتګ ګوي.

د افضل پور ېو اوسيدونکې سېد ېاورعباس وايي د کورځينې ديوالونه راپريوتو لوجې نه صرف زياتره سامان خراب شوې دې بلکه په چتونو کې درزونه هم راغلي نو تر شنه اسمان لاندې شپې تېروي.

د نوموړي وينا وه تروسه زموږ خوا ته څوک نه دې راغلې او نه راسره چا څه قسمه مرستې کړي دي. په دې انتظار يو، یوڅوک راشي چې ورته خپل حالات بيان کړو چې مرسته راسره وکړي د کورنۍ ټول خلک مې ډېر پريشانه دي ځکه چې زلزلې لوجې کور ته مې ډير نقصان رسيدلې دې.

د قدرتي افتونو سمبالولو قامي ادارې (اېن ډي اېم اې) مشر لېفټننټ جنرل محمد افضل د سېپټمبر په ۲۵مه په ميرپور کې رسنيو ته وويل سړکونو ته نقصان رسېدلو لوجې ټولو متاثره سيمو ته په رسېدو کې له مشکلاتو سره مخامخ دي خو ټيمونه يې کوښښ کوي چې هرې اغېزمنې کورنۍ ته ځان ورسوي.

د ميرپور پل منډا يونين کونسل اوسيدونکې محمد اسلام وايي، د زلزلې په وخت له کوره بهر وو، چې کله کور ته راغلی نو د دوی او ګاونډیانو کورونو ته نقصان رسېدلی وو.

د نوموړي وينا وه جاتلا طرف ته حکومت متاثرينو سره مرستې کړې دي خو د دوي کلي ته تر اوسه څوک نه دي راغلي زموږ په کلي کې چا ته ځاني زيان نه دی اوښتی خو مالي زيانونه ډېرو خلکو ته اوښتي دي، بل دا چې د یوه بند ماتېدو لوجې اوبه د خلکو کورونو ته ننوتې.

د زلزلې کچ معلومولو امريکايي او پاکستانيو ادارو ويلي د زلزلې مرکز د پنجاب له جهلم ښاره پنځه کلوميتره ليرې و او ژوروالې يې لس کلوميتره و. د رېکټر پر کچ د زلزلې زور ۵.۸ ثبت شوی دی.

پاکستان هم يوله هغه هېوادونو دی چې د زلزلو په پټۍ کې راځي. د ۲۰۰۵ز ميلادي کال په اکتوبر مياشت کې د پاکستان تر انتظام لاندې کشمير او د خیبر پښتونخوا په هزاره او ملاکنډ ډويژنونو کې زلزله راغلې وه چې تر اويا زره زيات کسان يې وژلي او لسګونه زره نور يې ټپيان کړي ول.

د زلزلې لوجې په بالاکوټ، مظفر اباد، باغ او راولاکوټ کې زياتره ودانۍ يا په مکمله توګه او يا په جزوي توګه متاثره شوي وو.

XS
SM
MD
LG