د لاسرسي ځای

تازه خبر

علي خان مسود: له زندانه تر المانه


علي خان مسود (عکس: د اجمل خټک سیاسي هلې ځلې، ليکوال :علي خان مسود)

علي خان مسود د پښتون ژغونونې غورځنګ د مشر منظور پښتين د پلار ماما دی خو د سياست، پوهې، مبارزې او کړاوونه په حواله ځان ته يو شناخت لري.

هغه په ۱۹۴۹م کال د مې پر ۱۰مه نېټه د جنوبي وزیرستان په شوور تنګي کې زېږېدلی، لومړنۍ زده کړي يې په کلي، منځنۍ يې په واڼه، های سکول يې په ټانک، کالج يې په ډېره اسماعيل خان او ماسټري يې د سياسياتو په مضمون کې له پېښور يونيورسټۍ او د قانون ډګرۍ یې له لا کالج پېښوره ترلاسه کړې ده.

د قانون امتحان يې له زندانه ورکړی وو.

خان بهادر راته وويل چې تاسو له حکومت سره ملګري شئ موږ به تاسو ته په وزارت خارجه کې نوکرۍ درکړو. افراسياب خټک به په مسکو او تاسو به په انډونيزيا کې د پاکستان په سفارتونو کې سېکرېټران کړو.
علي خان مسود

زندان ته د سياسي مبارزې له کبله تللی وو. د هغه سياسي روزنه په کورني چاپېريال کې شوې وه چې له مشرانو او خپلوانو څخه به يې د افغانستان د پخوانيو پاچاهانو او د انګريزانو پرضد د وزيرستانيانو د پاڅون کيسې اورېدلې.

علي خان مسود وايي، په افغانستان کې کورنۍ جګړې وې او د دې هېواد د شاهي کورنۍ امير شير علي خان او د هغه د ورور افضل خان چې د امير عبدالرحمن پلار وو جګړه وشوه.

په دې جګړه کې تر ماتې خوړلو وروسته افضل خان سره له کورنۍ وزيرستان ته فراره شو او د ملا پونده له پلويانو سره يې پناه واخیستله.

د ده په خبره، ويل کېږي چې دا مهال امير عبدالرحمن شاوخوا ۱۸ کلن وو.

د نوموړي په خبره:

"افضل خان زموږ په کلي کې اوسېده، مشرانو به یې په اړه کيسې کولې نو دغو خبرو پر ما تاثير وکړ او رجحان مې د سياست پر لور شو."

علي خان مسود له باچا خان سره
علي خان مسود له باچا خان سره

خو يوازې د افغانستان د پاچاهانو نه بلکې په ۱۸۹۳ کې امير عبدالرحمن له انګريزانو سره د ډېورنډ کرښې تړون وکړ نو په قبايلي سيمو کې ځای پر ځای پاڅون وشو.

په ۱۸۹۴م ز کال کې په واڼه کې انګرېزانو ډېورنډ کرښه راکښله چې د ملا پونده په مشرۍ ولس وسله وال پاڅون وکړ او د علي خان مسود په وينا په دې جګړه کې د ده دوه نيکونه ووژل شول.

د هغه پاڅون کيسو هم د علي خان مسود په زړه کې د مبارزې لمبه بله کړه.

هغه لا هم په سکول کې وو چې پر پاکستان د هغه وخت واکمن پوځي امر جنرال ايوب خان په ۱۹۶۵ م کال کې د ولسمشرۍ د چوکۍ لپاره ټاکنې اعلان کړې.

د پاکستان باني محمد علي جناح خور فاطمه جناح د کانديدې په توګه د جنرال ايوب خان پرضد د ولسمشرۍ چوکۍ ته ودرېدله.

د پنځو ګوندونو اتحاد متحده اپوزيشن د فاطمه جناح حمايت اعلان کړ.

دواړه کانديدانو انتخاباتي کمپاين پیل کړ او په دې تړاو د جنرال ايوب خان ملاتړی او د پاکستان د هغه وخت د کورنۍ چارو وزير حبيب الله خان (مروت) د وزيرو، مسودو او بېټڼيو يوه جرګه راوبلله.

علي خان مسود په لومړي ځل په يوه سیاسي غونډه کې ګډون وکړ.

فراسياب خټک راته وويل چې زه يې د تشدد لپاره ورسک بند ته وړی وم، هلته به يې وهلم او په اوبو کې به يې غوپې راکولې. له ما يې غوښتنه دا وه چې دومره ګواهي ورکړه چې په هېواد کې چې کومې بمي چاودنې کېږي په هغو کې د علي خان لاس دی خو افراسياب وويل، ما ورته ځواب ورکړ چې علي خان خو زما ملګری دی، زه څنګه د هغه پرضد ګواهي ورکړم.
علي خان مسود

د حبیب الله خان تر غونډې څو ورځې وروسته د فاطمه جناح په ملاتړ د نېشنل عوامي پارټۍ مشر خان عبدالولي خان وزيرو، مسودو او بېټڼيو ته وينا وکړه.

د علي خان مسود په خبره، د ولي خان وينا له دليله ډکه وه او خلکو ته يې وويل چې د فاطمه جناح حمايت ځکه کوي چې هغه په پاکستان کې جمهوريت غواړي.

د ده په خبره، د ولي خان تقرير ورباندې زيات اثر وکړ او بيا چې يې کله په ۱۹۶۸م ز کال کې د ډېره اسماعيل خان کالج د درېم کال (تهرډ ايېر) زده کوونکی وو نو له لورالايي ورغلي يوه سياسي فعال کامرېډ انور جان په ټولو سياسي نزاکتونو پوه کړ.

هم په ۱۹۶۸م زکال کې علي خان مسود د ولي خان په مشرۍ د نېشنل عوامي پارټۍ د ځوانانو سازمان پښتون سټوډنټس فېډرېشن کې شامل شو.

بيا د ۱۹۷۰مې لسيزې په لومړيو کلونو کې د دې سازمان د لا کالج پېښور او پېښور پوهنتون مشر شو.

خو لاهم په پوهنتون کې وو چې پاکستان په ۱۹۷۱م ز کال کې مات شو او مشرقي پاکستان په خپلواک هېواد بنګله دېش بدل شو.

علي خان مسود د افغانستان له پخواني ولسمشر ډاکټر نجيب الله او نورو ملګرو سره( عکس: د اجمل خټک سياسي هلې ځلې)
علي خان مسود د افغانستان له پخواني ولسمشر ډاکټر نجيب الله او نورو ملګرو سره( عکس: د اجمل خټک سياسي هلې ځلې)

په پاتې پاکستان کې د ذوالفقار علي بوټو په مشرۍ پيپلز پارټۍ حکومت جوړ کړ او نېشنل عوامي پارټۍ په مرکز کې په اپوزيشن او په خېبر پښتونخوا او بلوچستان کې يې حکومتونه جوړ کړل.

خو نهه مياشتې وروسته ياني په ۱۹۷۳ز کال ذوالفقار علي بوټو د عطاوالله مېنګل په مشرۍ د نېشنل عوامي پارټۍ د بلوچستان حکومت ختم کړ.

د دې اقدام پرضد نېپ او پښتون سټوډنټس فېډریشن مظاهرې پیل کړې چې علي خان مسود يې په مخکښانو کې وو.

هغه په خپل سياسي ژوند کې په لومړي ځل ونيول شو او شاوخوا ۱۵ ورځې وروسته خوشې کړل شو.

د ذوالفقار علي بوټو د حکومت او نېشنل عوامي پارټۍ ترمنځ اختلافات اوج ته ورسېدل.

د نېپ او پي اېس اېف غړيو به هره ورځ حکومت مخالفه جلسې او مظاهرې کولې.

د علي خان مسوده په وينا، د پېښور په يادګار چوک کې يې د جلسې پر مهال پخپله وينا کې د ډېورنډ کرښې مخالفت وکړ او پوليسو ورباندې د پاکستان ډيفنس رولز په نوم مقدمه جوړه کړه.

د دې ترڅنګ د ده پر ملګري او ځوان سياستوال، افراسياب خټک هم مقدمه جوړه شوه.

بشپړه خپرونه دلته واورئ

علي خان مسيد: له زندانه تر المانه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:11:59 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

دوی دواړه پټ (مفرور) شول خو پوليسو یې د نيولو لپاره يو دلچسپه پلان جوړ کړ.

د علي خان په خبره:

"زه وزيرستان ته تللی وم. دوی افراسياب خټک ونياو خو يوه ورځ مې په اخبار کې ولوستل چې افرسياب خټک بیرته خوشی شوی دی نو ما فکر وکړ چې هغه يې خلاص کړ نو ما هم نه نیسي. زه ټانک ته راغلم چې دلته پوليسو ونيولم او بيا د پوليسو يوه افسر راته وويل چې موږ ستا د نيولو لپاره افراسياب خټک په دوکه خوشې کړ چې تاسو بې غمه شی او زموږ په لاس راشی او هم هغسې وشو."

د علي خان مسود تر نيول کېدو درې ورځې وروسته پوليسو افراسياب خټک بيا ګرفتار کړ او پېښور زندان ته يې واچاوه.

د علي خان مسود په وينا، حکومت کوشش وکړ چې د دوی سياسي وفادارۍ واخلي او له نېپ څخه خپه شوی سېنېېټر خان بهادر يې زندان ته ورولېږلی.

د ده په خبره: "خان بهادر راته وويل چې تاسو له حکومت سره ملګري شئ موږ به تاسو ته په وزارت خارجه کې نوکرۍ درکړو. افراسياب خټک به په مسکو او تاسو به په انډونيزيا کې د پاکستان په سفارتونو کې سېکرېټران کړو."

دوی دواړو خان بهادر ته وويل چې سبا به حتمي ځواب درکړو.

علي خان مسوذ زياتوي: "زه او افراسياب دواړه په سياسي توګه ډېر باشعوره شوي وو. موږ په هېڅ قيمت خپله سياسي لار پرېښدلو ته تيار نه وو. سبا له چې خان بهادر راغلی نو موږ انکار وکړ او هغه حیرانه شو. موږ په دې پلمه له هغه ځان خلاص کړ چې پر تاسو باندې هېڅ اعتبار نشته. سبا به نوکرۍ رانکړی نو موږ به په ملګرو کې بې اعتباره کړی."

علي خان مسود له اجمل خټک او ملګرو سره (عکس: د اجمل خټک سياسي هلې ځلې)
علي خان مسود له اجمل خټک او ملګرو سره (عکس: د اجمل خټک سياسي هلې ځلې)

د علي خان مسود په وينا چې کله د حکومت پلان ناکامه شو نو يوه ورځ په نيمه شپه افراسياب خټک له زندان يوړل شو او دوې اوونۍ وروسته يې بېرته راووست.

د ده په خبره: "افراسياب راته وويل چې زه يې د تشدد لپاره ورسک بند ته وړی وم، هلته به يې وهلم او په اوبو کې به يې غوپې راکولې. له ما يې غوښتنه دا وه چې دومره ګواهي ورکړه چې په هېواد کې چې کومې بمي چاودنې کېږي په هغو کې د علي خان لاس دی خو افراسياب وويل، ما ورته ځواب ورکړ چې علي خان خو زما ملګری دی، زه څنګه د هغه پرضد ګواهي ورکړم او بله خبره دا ده چې موږ تشدد پلوه نه يو او يوازې سياسي اختلاف لرو او زموږ سياسي مفکوره تاسو ته ډېره ښه مالومه ده."

علي خان مسود او افراسياب خټک دا وخت د سياسي مبارزينو په توګه ډېر شهرت موندلی وو.

د کابل پر راډيو به اکثره د دوی ذکر کېده خو علي خان مسود وايي چې دې دوی ته تر ګټې تاوان زيات ورساوه.

نوموړی وايي: "پر کابل راډیو به زموږ ذکر کېدلی چې داسې زمريان دي نو موږ به په خوشالېدو خو چې کله به زموږ عدالتي پېشۍ ته دوه ورځې پاته شوې او زموږ د خلاصېدو امکان به زيات وو نو پر کابل راډيو به بيا زموږ ذکر وشو. جج به بيا زموږ د بند موده وغځوله. افراسياب به خندل چې زما په فکر دا کابل موږ ورباندې نیسي ځکه چې کله مو عدالت ته د حاضرېدو وخت رانږدې شي دوی ته بيا زمريان ورياد شي."

علي خان مسود لا په جېل کې وو چې په ۱۹۷۵ز کال کې د پيپلز پارټۍ د خېبرپښتونخوا مشر حيات شېرپاو ووژل شو.

پر کابل راډیو به زموږ ذکر کېدلی چې داسې زمريان دي نو موږ به په خوشالېدو خو چې کله به زموږ عدالتي پېشۍ ته دوه ورځې پاته شوې او زموږ د خلاصېدو امکان به زيات وو نو پر کابل راډيو به بيا زموږ ذکر وشو. جج به بيا زموږ د بند موده وغځوله.
علي خان مسود

ذوالفقار علي بوټو يې تور پر نېشنل عوامي پارټۍ پورې کړ او پر دې ګوند يې بنديز ولګاوه او په سلګونو مشران او کارکنان يې ونيول.

هغه ټول جېلونه ته يوړل شو او علي خان مسود وار له مخه هم هلته وو. د هغه د جېل ملګري زيات شول او علي خان مسود او همځولو يې په زندان کې شغلونه او شرارتونه شروع کړل.

علي خان مسود ۱۱ میاشتې وروسته د ۱۹۷۵ ز کال په جولای مياشت کې له زندانه خوشی شو او له پېښوره يې پر وتلو بنديز وو خو يوه ورځ د ده ملګري خيال اپرېدي د موټر په ډګۍ کې هغه پټ خيبر ته یووړ، کابل ته ورسېد او بيا د افغان ولسمشر سردار داود خان په مرسته جرمني ته ولاړ چې له هغه راهیسې په جرمني کې استوګن دی.

خو دلته يې هم سياسي هلو ځلو ته دوام ورکړی دی.

يادونه: د پښتون سیاستوال او ليکوال علي خان مسود مبارزې کیسه د مشال راډیو د ځانګړې خپرونې جمهوري غږونو د لړۍ برخه ده. په ليکنه کې د پېښو په اړه مالومات علي خان مسود ورکړي دي چې مشال راډيو يې په سرکاري توګه تصديق ونکړای شو.

تبصرې وګورئ

ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

XS
SM
MD
LG