د پاکستان وزيراعظم عمران خان د امريکا د سفر پر مهال ويلي وو چې د هېواد پوځ او استخباراتي ادارې ای اېس ای يې د القاعده په ګډون په افغانستان کې د نورو جګړه مارو ډلو روزنه کړې وه.
نوموړي دا خبره د سېپټمبر پر ۲۳ مه نېټه د امريکا څيړنيز مرکز کونسل فار فارن رېلېشنز له خوا جوړې شوې غونډه کې وکړه.
خو د نوموړي دا وينا په پاکستان کې پوښتنې راپورته کړي چې د هېواد وزيراعظم څنګه د خپل پوځ او استخباراتي ادارې په اړه داسې يوه خبره کولای شي؟
د مشال تر رڼا لاندې بحث کې له کارپوهانو سره دا پوښتنه څېړل شوې چې ولې عمران خان په ډاګه دومره حساسه خبره کړې او ایا دا به د هغه د حکومت او پوځ ترمنځ پر تعلقاتو څه ناوړه اغېز وکړي او که څنګه؟
د بحث ميلمانه د پاکستان د پوځ پخوانی افسر برېګېډيير سيد نذير او د پېښور پوهنتون د ايريا سټډي سېنټر پخوانی مشر ډاکټر سرفراز خان دي.
-
عبدالحی کاکړ
عبدالحی کاکړ د مشال راډیو خبریال دی چې د پاکستان، افغانستان او سیمې په اړه د خبریالۍ تر څنګ د مشال راډیو د اوونیز بحث "د مشال تر رڼا لاندې" کوربه هم دی.