د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانانو ته ښه او هوسا راتلونکې غواړو: ټرمپ


د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ

د امریکا ولسمشر وايي د ثبات په اړه د ډاډ ترلاسه کولو او ترهګرۍ سره مبارزې په هدف یې هېواد له خپلو افغان شریکانو سره همکارۍ ته دوام ورکوي.

ډونلډ ټرمپ د سپتمبر په څلورويشتمه په نيويارک کې د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د وینا پر مهال وويل افغانانو ته یو ښه او هوسا راتلونکې غواړي.

هغه زیاته کړه: "زما اداره په افغانستان کې د ښه راتلونکې لپاره هیلې پیاوړې کوي. له بده مرغه چې طالبانو د وحشیانه حملو لاره خپله کړې ده. موږ په افغانستان کې د ترهګرۍ تر نابودلو به له خپلو ملګرو سره همکارۍ ته دوام ورکوي. د یوې ریښتونې سولې لپاره به کله هم خپلې هڅې ونه‌دروو."

د امریکا ولسمشر د سېپټېمبر پر اتمه نېټه له طالبانو سره د واشنګټن مذاکرات ودرول او د دغې ډلې پر وړاندې یې د حملو د زیاتېدو خبرداری ورکړ. هغه بیا هم وویل چې له طالبانو سره یې نورې خبرې درولې دي.

نوموړي که څه هم په افغانستان کې د سولې او ثبات هیله وښوده، خو له وسله والو طالبانو سره یې د سولې خبرو بیا پیلولو په اړه کومه ژمنه ونکړه.

له افغان طالبانو سره د سولې خبرو ته په اشارې ولسمشر ټرمپ وویل، امریکا په نړۍ کې امن غواړي او پر داسې جګړو باور نه لري چې پای ته نه رسېږي.

ولسمشر ټرمپ وویل، اداره په افغانستان کې د یو روښانه سباون لپاره هیلمنه ده، خو له بده مرغه طالبانو خپلو وحشيانه بریدونو ته دوام ورکړی.

د امریکا ولسمشر دونلډ ټرمپ د ملګرو ملتونو جنرل اسمبلۍ ته په خپله وینا کې د ایران په باب د خپلې تګلارې دفاع وکړه او د نړۍ له هېوادونو یې غوښتي چې د تهران په وړاندې اقدام وکړي.

ولسمشر ټرمپ د سپتمبر پر ۲۴مه د ملګرو ملتونو ۷۴ مې عمومي غونډې ته د خبرو پر مهال وویل چې د ایران رژیم امن خوښو هېوادونو ته یو لوی امنیتي ګواښ دی.

د امریکا ولسمشر زیاته کړه چې ایران په شام او یمن کې جګړې ته لمن وهي.

ټرمپ د خپلو خبرو پر مهال ایران د سعودي عرب تېلو پر چڼځیو د برید لپاره هم تورن کړ.

د سپتمبر په ۱۴مه د سعودي عرب د تېلو پر چڼځیو تر برید وروسته ترینګلتیا زیاته شوې ده او امریکا سعودي عرب او لوېدیځوال اروپايي هېوادونه د دې تور پر ایران پوري کوي، خو ایران یې ردوي.

XS
SM
MD
LG