د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان ځواکونو په پکتیکا کې۱۶وسله والو د وژلو ادعا کوي


د افغان ځواکونو عملیات

د پکتیکا امنیتي چارواکي ادعا کوي، چې تېره شپه ناوخته د یاد ولایت د مټاخان ولسوالۍ د کرمو په سیمه کې په هوايي برید کې ۱۶ وسلوال وژل شوي او ۳ نور ټپیان شوي دي.

د سېپټمبر پر۲۴مه د پکتیکا د امنیه قوماندانۍ له رسنیز دفتر څخه مشال راډیو ته په استول شوې خبرپاڼه کې راغلي، وسله والو غوښتل، چې د یو ډله ییز برید له لارې د کرمو امنیتي پوستو ته سقوط ورکړي، چې ورباندې هوايي برید وشو او وسله والو ته یاده مرګ ژوبله واوښته.

په خبرپاڼه کې زیاته شوې، د وسله والو په دې برید کې د میټاخان د سیمه ییزو پولیسو قوماندان او یو سرتېری هم وژل شوي دي.

د سرچینې د مالوماتو له مخې په یاد برید کې د وسله والو یو شمېر وسلې او مهمات له منځه تللي دي.

همدارنګه یو هشتدادو دو، دوه ایم شانزده، یو لیزري ماشین او دوه میله کلاشنکوفونه هم افغان ځواکونو لاسته ورغلي دي.

تر اوسه کومې وسله والې ډلې په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG