د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خوست کې د پښتورګو ناروغیو روغتون پرانیستل شو


خوست کې د پښتورګو د ناروغیو نوی روغتون
خوست کې د پښتورګو د ناروغیو نوی روغتون

خوست - د سېپټېمبر پر ۲۳مه، په خوست کې د پښتورګو د ناروغیو لومړي روغتون فعالیت پیل کړ.

د خوست ځايي چارواکي وايي، پخوا د پښتورګو ناروغان اړ ول، چې د درملنې لپاره کابل، پاکستان او هند ته ورشي، خو تر دې وروسته به د خوست او نېږدې ولایتونو د ناروغانو وړیا درملنه په نوي پرانیستلي روغتون کې کېږي.

د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي، تر کابل او جلال اباد وروسته دا د افغانستان د پښتورګو (بډوډو) د ناروغیو درېیم روغتون دی چې پکې به متخصص ډاکتران ګماري او په نوې ټېکنالوژۍ به یې سمبالوي.

د دوی په خبره، د روغتون پر وسایلو او ټېکنالوژۍ یې ۱۱ میلیونه افغانۍ لګولې دي چې د افغان حکومت له اختیاري بودیجې څخه ورکړل شوې دي.

چارواکي وايي، روغتون په نوې ټېکنالوژۍ سمبالوي
چارواکي وايي، روغتون په نوې ټېکنالوژۍ سمبالوي

د عامې روغتیا وزارت د چارواکو په وینا، پېنځه کاله مخکې په افغانستان کې د پښتورګو د ناروغانو لپاره هېڅ روغتون نه وو.

​د خوست د عامې روغتیا رییس ډاکتر حبیب شاه انصاري د روغتون د پرانیستغونډې ګډونوالو ته وویل، مخکې مو دا روغتون نه لاره او بیماران اړ ول، چې کابل او بهر ته ولاړ شي.

په خوست کې په نسبي لحاظ روغتیايي اسانتیاوې او د بېلابېلو ناروغیو د معالجې لپاره په حکومتي او خصوصي سېکټور کې ډاکتران او نورې طبي اسانتیاوې شته، خو لا هم د نوې او پرمختللې طبي ټېکنالوژۍ په برخه کې په هغه کچه کې نه دی، چې اړتیا يې لیدل کېږي.

XS
SM
MD
LG