د لاسرسي ځای

تازه خبر

هلمند چارواکي: د طالبانو ترڅنګ ولسي وګړيو ته هم مرګژوبله اوښتې


د هلمند هوايي بمبار کې یو وژل شوی کس له روغتونه وړل کېږي. ۲۰۱۹، ۲۱م سېپټېمبر
د هلمند هوايي بمبار کې یو وژل شوی کس له روغتونه وړل کېږي. ۲۰۱۹، ۲۱م سېپټېمبر

د هلمند ولایت چارواکو ومنله چې په دې ولایت کې په پرونيو پوځي عملياتو کې ملکيانو ته هم مرګژوبله اووښتې ده او په دې اړه تحقیقات دوام لري.

د هلمند ولایت ویاند عمر ځواک له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل چې پر یوه ډيپو باندي هوايي برید شو دی چې له چاودلو یې خلکو ته مرګژوبله اوښتې ده.

د نوموړي په وینا د کره مالوماتو ترلاسه کولو لپاره یې یو پلاوی ټاکلی چې وروسته به د هغوی مالومات له رسنیو سره شریک کړي.

تر دې مخکې د کندهار ولایت د رسنیو د دفتر یوه اعلامیه وايي چې ځانګړو ځواکونو په هلمند ولایت کي د عملیاتو پر مهال د القاعده شبکې پنځه مهم غړي وژلي دي. د اعلاميې په وینا، تیره شپه افغان ځانګړو ځواکونو د هلمند ولایت موسی کلا ولسوالۍ اړوند په تخت پل کلي کی هوایي او مځکني عملیات کړي دي چي په پایله کي د القاعده شبکې پنځه مهم غړی وژل شوي او د دې شبکې درې ښځینه مهمي غړې چي په اردو او انګلیسي ژبو یې خبري کولې، د تحقیقاتو په موخه ژوندي لېږدول شوي دي.

اعلامیه زیاتوي چې د القاعده شبکې ټول غړي د پاکستان د کراچۍ ښار اوسیدونکي دي.

تر دې مخکې د هلمند ولایت د رسنیو له دفتر څخه په خپره شوې اعلاميه کې راغلي چې د ځانګړو ځواکونو د عملیاتو پر مهال د طالبانو د ځينو قومندانانو په ګډون څوارلس وسله وال وژل شوي او لوی شمېر باروت له منځه وړل شوي دي.

د ازادي راډيو د خبريال د راپور له مخې بیا له موسی کلا ولسوالۍ څخه د لښکرګاه ایمرجنسي روغتون ته نهه ټپیان لېږدول شوي دي چې د کورنۍ غړي يې وايي په دې پېښه کې ۱۵ ولسي وګړي وژل شوي او نهه نور ټپيان دي.

په همدې حال کې د هلمند ولایتي شورا دوه غړي په دې حمله کې د ۳۵ ولسي وګړو د وژل کېدو او ۱۳ نورو د ټپي کېدو ادعا کړې ده.

د رویترز خبرې آژانس د خبرله مخې عطاالله افغان ویلي چې دغه کسان د موسي کلا ولسوالۍ په خاکسار سیمه کې د حملې ځای ته نژدې هغه مهال ووژل شول چې په یوه واده کې یې ګډون کړی وو.

XS
SM
MD
LG