د لاسرسي ځای

تازه خبر

طالبان ولې د امریکا سیالو هیوادونو ته سفرونه کوي؟


په روس کې د طالب استازو عکس
په روس کې د طالب استازو عکس

پراګ - په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر وايي، یو نهه کسیزه پلاوی یې په چین کې د افغانستان لپاره له ځانګړي استازي سره خبرې کړې دي.

طالبانو یوه ویاند سهېل شاهین د سېپټېمبر پر ۲۲مه پر ټوېټر ولیکل چې د پلاوي مشري د سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر کوي.

چین ته د طالب مشرانو سفر پر داسې مهال شوی چې د سېپټېمبر پر اوومه امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ ورسره د سولې خبرو ختمولو اعلان وکړ.

تر دې وروسته د طالبانو مشرانو مسکو او بیا تهران ته هم سفرونه کړي.

کله چې د ۲۰۱۹م کال د سپټمبر پر اوومه نېټه امريکايي ولسمشر ټرمپ پر ټويټر اعلان وکړ چې له طالب استازيو سره په کېمپ ډېوډ کې کېدونکې غونډه ځنډوي نو په غبرګون کې يې طالبانو خفګان وښود.

د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې مذاکرات د ۲۰۱۸ م کال اکتوبر مياشت کې په قطر کې پېل شوي وو او تر نهه پړاوونو وروسته د تړون په اصولي ټکو سره سلا شوي ول.

خو د ولسمشر ټرمپ ناڅاپه اعلان هر څه چورلټ بدل کړل.

هغه وويل چې طالبانو د يوه امريکايي سرتېرې په ګډون ۱۲ کسان وژلي چې په داسې کولو سره دوی په مذاکراتو کې ځان ته يو غوره دريځ ګټل غواړي.

د مذاکراتو تر ختمېدو وروسته طالبانو په لومړي ځل دا داسې هېوادونو سفر وکړ چې هغه په نړيوال سياست کې د امريکا رقيبان ګڼل کېږي.

د طالبانو د قطر دفتر استازي د سېپټمبر پر ۱۳ مه لومړی روس ته ولاړل او ورپسې د سېپټمپر پر ۱۶ مه يې د ايران سفر وکړ.

دوی د دواړو هېوادونو له چارواکيو سره وليدل او د سولې پر مذاکراتو ورسره وږغېدل.

د چارو افغان پوه مشتاق رحيم د سېپټمبر پر ۲۲ مه نېټه مشال راډیو ته وويل چې د ايران او روس سفرونو کولو سره طالبان پر واشنګټن فشار اچول غواړي چې مذاکرات دې بېرته ورسره پیل کړي.

نوموړي زياته کړه چې امريکا، ايران او چين د امريکا رقيب هېوادونه دي او کولای شي چې په ډپلوماټيک ډګر کې امريکا و ننګوي نو ځکه دده په خبره طالبان واشګنټن ته پېغام ورکول غواړي چې که د سولې مذاکراتو ته حاضر نشي نو دوی به يې له دښمنانو سره لاس يوکړي او د امريکا سرخوږی به زيات کړي.

په دې وروستيو کې د سعودي عرب د تيلو پر تاثيثاتو باندې تر بريد وروسته د امريکا او ايران ترمنځ لانجه نوره هم زياته شوې ده.

په اسلام اباد کې د دفاعي چارو پوه لېفټينېټ جنرال ريټايرډ طلعت مسود هم دې ته په پام سره وايي چې طالبان د تهران او واشنګټن له کړکېچنو اړيکو څخه ګټه پورته کول غواړي.

دده په خبره، طالبان دا سفرونه د ټکټيک په توګه استعالوي او هدف يې دا ده چې واشنګټن ته وښيې چې که خبرواترو ته تيار نشي نو دوی د نورو ځواکونو پر لور هم کتلای شي.

XS
SM
MD
LG