د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ګلګت بلتستان کې ټرافیکي پېښې لږ تر لږه ۲۵ کسان وژلي


د پېښې عکس

اسلام اباد - په ګلګت بلتستان کې د سپټمبر پر ۲۲مه په يوه ټرافیکې پېښه کې لږ تر لږه ۲۵ کسان وژل شوي او ۱۲ نور ژوبل دي.

ځايي خبریالانو او پولیسو مشال راډیو ته د پېښې او وژل شوو پخلی وکړ او ویې ویل چې یو مسافر وړونکی بس له غره سره جنګېدلی دی.

ځینې خلک وايي چې د بس برېکو کار پرېښی وو او ځینې بیا وايي چې بس چلوونکی ویده شوی وو خو تر اوسه لا په دې اړه کره معلومات مخې ته نه دي راغلي.

په دیامیر کې د پولیسو ویاند محمد وکیل مشال راډیو ته وویل، دا بس له سکردو څخه د پنجاب راولپېنډۍ ته روان وو چې په چېلاس نومي سيمه کې له غره سره ټکر شوی او دا مرګ ژوبله یې اړولې ده.

د ده په وینا ، مرستندویه کارکوونکو ته د مسافر په ژغورلو کې ځکه ستونزې دي چې هلته د اړوند سامانونو کمی دی.

دی زیاتوي چې په بس کې ځینې پوځي سرتېري هم سپاره ول چې په چوټۍ کورونو ته روان ول.

بل پلو د پاکستان سرکاري راډیو وايي چې مرستندویه کارکوونکو په پېښه کې ژوبل شوي کسان د چېلاس هيډ کواټر روغتون ته رسولي دي.

په پاکستان کې داسې پېښې وخت ناوخته کېږي چې وجوهات یې زیاتره وخت خراب سړکونه او د ټرافیک اصولو ته پام نه کول ښودل کېږي.

تېره میاشت هم د ملک په شمالي لویدیځ کې یو مسافر وړونکی بس دریاب ته لوېدلی وو او ۲۴ کسان پکې وژل شوي وو.

XS
SM
MD
LG