د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان طالبانو په کوټه کې په ښکاره د دوو قبیلو منځګړتوب وکړ


له ویډیو اخیستل شوی عکس
له ویډیو اخیستل شوی عکس

پراګ - د ترین او اکاخېل قبیلو ترمنځ تېر کال د مځکې پر سر د لانجې له امله د شوې هغې جګړې روغه د سپټمبر پر ۲۱مه په کوټه کې وشوه چې پکې د اکاخېلو یو تن وژل شوی او درې ټپي شوي وو.

مشال راډیو ته په رسېدلې ویډیو کې د کوټې د مغربي بای پاس په اکاخېل اباد کې د یادې روغې جوړې مراسم ښودل شوي دي.

د ترین قبیلې یو مشر او سېنېټر سردار شفیق ترین خپلو ملګرو مشرانو ته وايي چې لومړی اکاخېل قبیلې واک افغان طالبانو ته ورکړی وو او بیا ترین قبیلې هم ورکړ:

"لومړی یې دوی واک ورکړی وو د طالبانو شورا ته. بیا یې موږ ور وغوښتو او موږ هم واک ورکړ. اوس هغوی پرېکړه کړې ده او موږ ته یې اورولې ده. واک د هغوی دی او موږ یوازې د هغې رسمي ناستې لپاره ورځو."

په دې غونډه کې د افغان طالبانو په استازیتوب یو کس د نامه له یادولو پرته وینا کوي او پر ترین قبیله اېښودل شوی د یو کروړ اویا لکه روپیو او پنځو کلاشینکوفونو تاوان اوروي.

دا ویناوال په عین حال کې د افغان حکومت او نړیوالو ځواکونو پرضد د جنګېدونکو وسله والو طالبانو په حق کې او د امریکا او لویدیځ پرضد خبرې کوي.

له سردار شفیق ترین څخه مو چې کله په دې روغه جوړه کې د افغان طالبانو د کردار په اړه وپوښتل نو هغه وویل: "دا کوم کس چې وژل شوی وو هغوی د طالبانو خلک وو نو ظاهره خبره ده چې تعلق به یې هم وو ورسره، ول ټول دغه خلک. اوس که علما ورته وايې که طالبان ورته وایې."

په دې روغه جوړه کې د سېنېټر سردار شفیق ترین په ګډون د پښتونخوا ملي عوامي ګوند یو شمېر نور مشران هم لیدل کېږي چې تل په افغانستان کې د طالبانو د جګړې مخالف پاته شوي دي.

د یاد ګوند مخکښ او په غونډه کې شریک رحیم زیارتوال په دې اړه مشال راډیو ته وویل چې دوي په دې نه وو خبر کړل شوي چې دا روغه چا کړې ده:

"موږ په دې نه یو خبر چې په دې کې د افغان طالبانو کسان شته. موږ یې ساده مرکې (روغې) ته غوښتي وو او موږ ورسره ولاړو. خبره به درېیمګړي کوله او درېیمګړی چې ولاړ شو هغه دغه وینا وکړه. نو دا هم ناممکنه غوندې وه چې روغه جوړه مو ماته کړې وای.”

اوس پوښتنه دا ده چې د بلوچستان حکومت په کوټه کې د افغان طالبانو د داسې څرګند فعالیت په اړه څه وايي؟

د بلوچستان د اطلاعاتو وزیر ظهور احمد بلېدي مشال راډیو ته وویل چې دی له ملکه بهر دی او په دې اړه هیڅ معلومات نه لري.

"زه په امریکا کې یم او په دې اړه هیڅ معلومات نه لرم چې څه صلح شوې ده او څنګه شوې ده."

د بلوچستان د وزیراعلی ویاند لیاقت شاهواني بیا لومړی له مشال راډیو سره د خبرو وعده وکړه خو بیا یې ټلیفون نه پورته کاوه.

د پاکستان او افغانستان ترمنځ په اړیکو کې د تاوتریخوالي لویه وجه دا ګڼل کېږي چې افغانستان وايي پاکستان افغان طالبانو ته پټنځایونه ورکړي دي خو پاکستان یې نه مني.

XS
SM
MD
LG