د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا د کشمیر په اړه د عمران خان د دریځ هرکلی کړی


د امریکا د بهرنیو چارو وزارت موقتي مرستیاله سکرتره اېلس وېلز
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت موقتي مرستیاله سکرتره اېلس وېلز

پراګ ـ امریکا د وزیراعظم عمران خان د هغه بیان هرکلی کړی، په کوم کې چې نوموړي خلک کشمیر ته د جنګ لپاره د تلو نه منع کړي وو او دا ګام يې د کشمیریانو او پاکستان سره دښمني بللی و.

​د سویلي او مرکزي اسیا لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت موقتي مرستیالې سکرترې اېلس وېلز د وزیراعظم عمران خان هغه بیان [مهم او غیر مبهم] بللی دی.

نوموړې د سېپټمبر په ۱۹مه په خپله ټویټر پاڼه ولیکل چې دوی د وزیراعظم عمران خان له خبرې سره متفق دي.

د سرينګر ښار یوه څنډه
د سرينګر ښار یوه څنډه

په داسې حال کې چې له ډیرې مودې نه پاکستان میشتو وسله والو ډلو د هند د ځواکونو پر ضد د جنګېدو لپاره وسله وال لېږلي نو د وزیراعظم عمران خان د دې وروستي بیان تر شا څه پراته دي؟

په دې اړه په اسلام اباد کې میشت خبریال او د سیمه ییزو چارو شنونکی شایق حسین وايي، وزیراعظم دا بیان وروسته له هغې ورکړی چې د پاکستان تر واک لاندې د کشمیر وزیراعظم درې ځله د کنټرول له کرښې د اوړېدو دړکه وکړه.

بل لوري ته افغانستان هم وخت په وخت پر پاکستان تور لګوي چې دغلته د خپلو ستراتیژیکي ګټو لپاره د وسله والو ډلو سره مرسته کوي.

که څه هم پاکستان دا تورونه ردوي او وايي چې افغانستان کې سولې ته ژمن دی خو د سیاسي او سیمه ییزو چارو پوه افراسیاب خټک وايي، باید وزیراعظم داسې پریکړه د افغانستان په اړه هم وکړي، ځکه چې له پاکستانه افغانستان ته هم جنګیالي لیږل کیږي.

د پاکستان وزیراعظم عمران خان
د پاکستان وزیراعظم عمران خان

نوموړیي زیاته کړه چې کله به نوازشریف د هند سره د اړیکو ښه کولو خبره کوله نو عمران خان به ورله پیغورونه ورکول او هغه ته به يې د وزیراعظم مودي یار ویل خو نن پخپله دا خبره کوي.

افراسیاب خټک زیاته کړه چې نوی دور د جنګونو، نه، بلکې د تجارت او سیمه ییزې همکارۍ دی.

د پاکستان وزیراعظم عمران خان د سېپتټمبر په ۱۸مه میډیا سره په خبرو کې ویلي وو، هغه څوک چې غواړي کشمیر ته د جنګ لپاره لاړ شي، په دې کار سره د کشمیریانو د قانوني دریځ سره ناانصافي کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د سېپټمبر په ۲۷مه په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د جنرل اسمبلۍ غونډه کېږي چې د نورو تر څنګ به ورته وزیراعظم عمران خان او د هغه هندي سیال نریندرا مودي ویناګانې کوي.

XS
SM
MD
LG