د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خوږیاڼیو کې ډرون برید کې لږ تر لږه ۱۶ ملکیان وژل شوي


د ننګرهار ولایت چارواکي وايي، په خوږیاڼیو ولسوالۍ کې د ځواکونو په هوايي برید کې ۱۶ کسان وژل شوي او اته ژوبل دي.

د ننګرهار د رسنیو دفتر د سېپټېمبر پر ۱۹مه وویل، دا برید نړیوالو ځواکونو د د سېپټېمبر ۱۸مې شپې ناوخته د داعش وسله والو پر ضد د ولسوالۍ په وزیرو تنګي سیمه کې کړی.

په بیان کې راغلي چې د پېښې په ځای کې د خلکو کورونه نشته خو هلته یو شمېر خلک د ځڼغوزیو ټولولو ته ورغلي ول.

خو د ننګرهار د ولایتي شورا یوه غړي سهراب قادري د سېپټېمبر پر ۱۹مه رسنیو ته وویل چې په برید کې ۳۰ کسان، چې ځڼغوزي یې ټولول، وژل شوي او ۴۰ ژوبل دي.

په عین وخت کې د بښنې نړیوال سازمان (ایمنسټي انټرنیشنل) په یوه بیان کې وویل، د داعش پر پټنځایونو د امریکا د بې پیلوټه الوتکو په بریدونو کې د بزګرو وژنه، د منلو وړ نه ده.

بیان زیاتوي چې دا ډول پېښې د ملکي وګړو ژوند په اړه د جدي بې پروایۍ څرګندونه کوي.

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو یوه ویاند ویلي، په ننګرهار کې د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې دعوو په اړه یې رپورټ ترلاسه کړی دی او د حقیقت موندنې لپاره له سیمه ییزو چارواکو سره کار کوي.

XS
SM
MD
LG