د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسلام اباد کې د افغانستان خپلواکۍ ۱۰۰مه کالیزه


په اسلام اباد کې د افغانستان سفارتخانې د سېپټېمبر په ۱۸ مه په يو مقامي هوټل کې د افغانستان د ۱۰۰ مه د خپلواکۍ ورځ په درناوي سره ولمانځله.

د ورځې په مناسبت سره سفارتخانې د ېو پروګرام تابېا کړې وه چې پکې د دواړو ملکونو ملي ترانې وړاندې کولو سره کېک هم کټ کړې شو او په افغانستان کې د امن، خوشحالۍ او پرمختيا لپاره دعاګاني وغښتې شوي.

پاکستان: اسلام ایاد کې د افغانستان سفیر او نور مېلمانه د سلمې کالیزې کېک پرېکوي. ۲۰۱۹ز کال، ۱۹م سېپټېمبر
پاکستان: اسلام ایاد کې د افغانستان سفیر او نور مېلمانه د سلمې کالیزې کېک پرېکوي. ۲۰۱۹ز کال، ۱۹م سېپټېمبر

په پروګرام کې د پاکستان وفاقي وزيرانو، د مختلفو ګوندونو سره تعلق لرونکې خلکو، د ېو شمير ملکونو سفيرانو، د مدني ټولنو فعالانو، ليکوالانو، افغان زده کونکو او د افغانستان سفير نه علاوه د سفارتخانې عملې هم ګډون وکړو.

په اسلام اباد کې د افغانستان سفير شکر الله عاطف مشعل د راغلي ميلمنو هرکلې وکړو او د ملي ورځې په مناسبت سره يې مشال راډيو ته وويل پرامنه او باثباته افغانستان د ټولې سيمې لپاره ډير مهم دې نو نړيوالې ټولنې او ګاونډي ملکونو نه غوښتنه کوو چې افغانستان کې امن لپاره دې خپل کردار ولوبوي.

د نوموړي وينا وه دا ډيره د خوشحالۍ خبره ده چې افغانان په اسلام اباد کې خپلې د ازادۍ سلمه کليزه لمانځي په تيرو سلو کلو کې سختې، ښې او بدې ټولې ورځې تيرې کړې او په دې ېقين لرو چې پرامنه افغانستان د ټولې سيمې لپاره مهم دې نو خدايې دې وکړي چې په ملک او دې سيمه کې حقيقي امن راشي او د خپلو ټولو ګاوندي ملکونو سره په ښو روابطو کې دا ورځې ولمانځو.

سياستوال او پخوانې سېنېټر افراسياب خټک وايي د افغانستان ولس وس هم خپله ازادي ساتلو لپاره قربانيانې ورکوي او دا کوم اوور چې په ېاد ملک کې بل دې نو د هغې بنېادي وجه هم دا ده چې د افغانانو دښمنان غواړي چې د افغانستان ازادي ختمه کړي خو دا چرې هم ممکنه نه ده.

اسلام اباد کې د افغانستان خپلواکۍ ۱۰۰مه کالیزه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:39 0:00

د پروګرام مشر ميلمه د پاکستان د مواصلاتو وفاقي وزير مراد سعيد وو. د نوموړي وينا پاکستان او افغانستان له يو بل سره تاريخي اړيکې لري او د حکومت يې کوښښ دې چې دا اړيکې نورې مضبوطولو سره سره په ياد ملک کې امن هم راشي.

د نوموړی وينا وه وزيراعظم عمران خان به د اولې ورځې راهيسې دا خبره کوله چې جنګ د مسلې حل نه دې بلکه مذاکراتو لار خپلول پکار دي او نن درسته نړۍ د عمران خان دريز حمایت کوي او مذاکرات د لارې د مسلې حل راويستو کوښښ کوي.

د پروګرام په پای کې د افغانستان نه راغلي د هنرمندانو مختلفو ګروپونو د خپل هنر وښود او ځوانانو اتڼونه وکړل.

XS
SM
MD
LG