د ولسمشر اشرف غني ټاکنیز مرستیال او د ملي امنیت پخوانی رییس امرالله صالح وایي، پاکستان په افغانستان کې د جګړې پای ته رسېدو لپاره یو ځل د ډیورنډ کرښې په رسمیت پېژندلو په ګډون ۱۱ وړاندیزونه کړي وو.
ښاغلي صالح نن (چهارشنبه، وږي ۲۷مه) په کابل کې د افغانستان د امن په تړاو یوه دوه ورځني جوړ شوي کنفرانس ته په وینا کې دا ادعاوې کړي.
په دغه کنفرانس کې د عوامي نشنل پارټۍ مشر اسفندیار ولي خان په ګډون یوشمېر وتلو پښتنو سیاستوالو هم برخه درلوده.
د کنفرانس د نن ورځې خبرې تر ډېره په افغانستان او پاکستان او په تېره بیا د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د ناامنیو پر دلایلو څرخېدې. په پام کې ده د ناستې ګډونوال د افغانستان د امنیت په اړه خپل وړاندیزونه له ولسمشر غني سره شریکې کړي.
ښاغلي صالح په خپلو خبرو کې ګاونډي هېوادونه او په ځانګړې توګه پاکستان د افغانستان په روانه جګړه کې په لاس لرلو تورن کړ.
هغه ادعا وکړه چې په ۲۰۱۱ کال په مې میاشت کې چې د القاعده مشر اسامه بن لادن ووژل شو، نو اسلام اباد په افغانستان کې د جګړې ختمېدو لپاره د اسلام اباد ۱۱ وړاندیزونه له کابل سره شریک کړل.
"پاکستاني چارواکو وویل که کابل دغه شرطونه ومني اسلام اباد حاضر دی چې په دغه هېواد کې د تل لپاره جګړه پایه ته ورسوي."
د پولې په توګه د ډیورنډ کرښې په رسمیت پېژندلو اعلانول، په کندهار، هرات او جلال اباد کې د هند کونسلګریو تړل، له کرښې پورې غاړې پښتنو ملتپالو سیاستوالو سره د اړیکو ختمول، پاکستان ته د روزنې لپاره د افغانستان د امنیتي ځواکونو د درېمې برخې استول، له شرط پرته مرکزي اسیا ته د سوداګرۍ لپاره پاکستان ته لاره ورکول هغه هم داسې چې افغانستان له پاکستانه هند ته د سوداګرۍ لپاره لار و نه غواړي د ښاغلي صالح په خبره د اسلام اباد مهمې غوښتنې وې.
"بل شرط یې دا و چې د افغانستان حکومت به له غرب سره خپل ټول ستراتیژیک او امنیتي تړونونه لغوه کوي او پرځای به يې له پاکستان او چین سره تړونونه کوي. د افغانستان د طبیعي زېرمو او کانونو د را-اېستلو ټېکې [قرادادونه] به یوازې پاکستان او چین ته ورکول کېږي."
ښاغلي صالح وویل، دا غوښتنې کابل ته د تسلیمۍ په معنا وې او که نن یې هم ومني افغانستان ته سوله راتلی شي. کابل په وار، وار ویلي چې د افغانستان په سوله کې د پاکستان رول حیاتي دی.
افغانستان تل پاکستان د طالبانو په ملاتړ تورن کړی، هغه ډله له نزدې دوو لسیزو راهیسې د افغانستان له حکومت سره په جګړه ده.
خو پاکستاني چارواکو د طالبانو د ملاتړ په تړاو د افغانستان د حکومت ادعاوې تل رد کړي دي. همداراز پاکستاني چارواکو په رسمي ډول هېڅکله داسې غوښتنې نه دي اعلان کړي.
ددغه کنفرانس یوه پاکستاني ګډونوال او د پښتون تحفظ مومنټ (پي ټي ایم) یوه غړي نظیف اشنغري وویل، د افغانستان خلک باید په دې حساس وخت کې په احتیاط ګام پورته کړي.
نظیف په خپله وینا کې پر افغان ولس ږغ وکړ چې د خپل وطن د ساتنې لپاره دې د خپلې کورنۍ ګټې لس سلنه/فیصده خپلې ملي دفاع ته ورکړي.
د کنفرانس ګډونوالو د افغانستان د جګړې پر کورنیو او بهرنیو عواملو خبرې وکړې او له طالبانو یې وغوښتل چې له دولت سره خبرو ته کېني.
دا ناسته به سبا هم روانه وي او په پام کې ده چې د عوامي نېشنل ګوند مشر اسنفندیار ولي خان هم ورته خبرې وکړي.
د افغانستان د سولې په چارو کې د دولت وزیر سلام رحیمي په خپلو خبرو د افغانستان د سولې په بهیر کې د ولسونو پر ونډې ټینګار وکړ.
د افغانستان د امنیت او سولې لپاره داسې مهال په کابل کې غونډه جوړېږي چې له تېرو څو میاشتو راهیسې په دغه هېواد کې د دولت او طالبانو ترمنځ جګړو زور اخیستی.
د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې خبرو تر لغوه کېدو وروسته، د افغانستان حکومت هم د سولې په تړاو خپل ټول فعالیتونه ودرول او اعلان یې وکړ چې له طالبانو سره د سولې په اړه به راتلونکی حکومت پرېکړه کوي.