د لاسرسي ځای

تازه خبر

زابل تازه حملې ۱۸ کسان وژلي او ۹۸ يې ټپيان کړي


زابل کې موټر بم بريد ۱۸ تنه وژلي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:00:39 0:00

زابل کې موټر بم بريد ۱۸ تنه وژلي

د افغانستان زابل کې د ملي امنيت پر موټر بريد کې ۱۸ کسان وژل شوي او ۹۸ ټپيان دي.

د زابل والي رحمت الله یارمل د سېټمبر پر ۱۹ مه له مشال راډیو سره په خبرو کې د وژل شویو کسانو شمیر ۱۸ او د ټپیانو ۹۸ تنه وښود.

د مشال راډیو سیمه ییز خبریال وایي، بريد د سېپټمبر پر ۱۹ مه سهار شاوخوا شپږ بجې کلات ښار کي د ملي امنیت د یوه مرکز په وره کې شوې چې زیاته مرګژوبله یې د زابل په ولایتي روغتون کې د ناروغانو او ډاکټرانو په ګدون روغتیایي کارکونکو ته اړولي او هم یې د دې روغتون ودانۍ ډېره ویجاړه کړې ده.

چاودنه ‌‌‌‌‌‌ډېره درنه وه او تر لیرې ساحو یې د کورونو، دوکانونو او دفترونو ښيښې ماتي کړي.
عيني شاهدان

د زابل د والي ویاند ګل اسلام سیال مخکې مشال راډيو ته وويل ټپيان یې شخصي روغتونونو ته انتقال کړي او یوشمیریې هم د کندهار ميرويس حوزه وي روغتون ته وړي دي.

د ميرويس روغتون يوه چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط مشال راډیو ته وويل چي تر دې مهاله یواځې دې روغتون ته د ۷ وژل شوو کسانو مړي او شاوخوا ۶۷ ټپيان ور وړوړل شوي دي.

عيني شاهدان وايي، چاودنه ‌‌‌‌‌‌ډېره درنه وه او تر لیرې ساحو یې د کورونو، دوکانونو او دفترونو ښيښې ماتي کړي.

طالبانو ددې ذمه واري منلې ده.

د کلات دغه بريد تر هغه يوه ورځ ترسره شوی چې د سېپټمبر پر ۱۸ مه نېټه په جلال اباد کې د بریښنايي تذکرو د وېش پر دفتر په وسله وال برید کې څلور کسان وژل شوي او ۱۲ نور ټپيان شوي ول.

بريد ماسپښن پیل شوی وو او د حمله کوونکيو او امنيتي ځواکونو ترمنځ تر اوږدې جګړې وروسته ماخوستن پای ته ورسېد.

د سېپټمبر پر ۱۷ مه هم په پروان او کابل کې په دوو جلا جلا حملو کې شاوخوا ۵۰ کسان وژل شوي او يوشمېر ټپیان شوي ول.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي مشال راډیو ته ویلي وو چې په لومړی سر کې یو بریدګر د برېښنایي تذکرو د وېش د مرکز مخته ځانمرګۍ وکړ او دوه نور حمله کوونکي ودانۍ ته ننوتل او ډزې یې پیل کړې.

دی وایي چې امنیتي ځواکونه په په څو ساعتونو کې دوه بریدګر له منځه یوړل او د مرکز د کارکوونکو په ګډون نېږدې ۵۰ کسان يې وژغورل.

خوږیاڼی زیاتوي، په برید کې دوه پولیس سرتیري او دوه ولسي وګړي وژل شوي او ۱۲ نور ټپيان شوي دي.

زخميان د جلال اباد روغتون يوړل شول.

په زخميانو کې مختار هم وو او نوموړي د پېښې په اړه فرانس پرېس اژانس ته وويل،

(( زه د خپلو اسنادو لپاره دننه وم چې لومړی مې څو ډزې واورېدلې وروسته يې د درنو وسلو ډزې پیل شوې. خلکو د ځان ژغورلو لپاره چغي سورې وهلې. هغه وخت زه د ودانۍ پر دويم پوړ وم.)

د سېپټمبر پر ۱۷ مه هم په پروان او کابل کې په دوو جلا جلا حملو کې شاوخوا ۵۰ کسان وژل شوي او يوشمېر ټپیان شوي ول.

XS
SM
MD
LG