د لاسرسي ځای

تازه خبر

تورخم بندر د سوداګرۍ لپاره ۲۴ ګنټې واز


عمران خان د شورو، چهارشنبې، په ورځ په یوه دستوره کې په رسمي ډول د تورخمدروازه د ٢۴ گنټو لپاره پرانیستله او دا یوه تاریخي ورځ وبلله.
عمران خان د شورو، چهارشنبې، په ورځ په یوه دستوره کې په رسمي ډول د تورخمدروازه د ٢۴ گنټو لپاره پرانیستله او دا یوه تاریخي ورځ وبلله.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ولسي تگ راتگ او د تجارتي توکیو د لېږد لپاره به د تورخم دروازه اوس ٢۴ گنټې پرانیستې وي.

عمران خان د شورو، چهارشنبې، په ورځ په یوه دستوره کې په رسمي ډول د تورخمدروازه د ٢۴ گنټو لپاره پرانیستله او دا یوه تاریخي ورځ وبلله.

عمران خان وویل د تورخم لار ٢۴ گنټې وازېدل به د سیمې اقتصاد ته ترقي وکړي او د ولس لپاره به د کار موقعې برابر کړي. "زه نن دا یوه ډیره تاریخي ورځ گڼم." نوموړي سږ کال اعلان کړی و چې تورخم به ٢۴ گنټې واز وي. خو د ولسي تگ راتگ لپاره به د ویزې شرط پرځای وي.

عمران زياته کړه چې له افغان ولسمشر سره يې ټلي فوني خبرې هم کړي او په خبره يې چې د افغان سولې لپاره به خپلې هلې ځلې جاري ساتي

د تورخم دروازې د پرانېستلو وروسته عمران خان د خبریالانو سره خبرې وکړې.

له طالب استازیو سره د هغه د مجوزه لېدلو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې عمران خان وویل چې د طالبانو او د امریکې ترمنځ د خبرې ختمیدل یوه غمیزه ده. عمران خان زیاته کړه چې د هغه کوښښ و چې افغان حکومت او طالبان د یو بل سره مذاکراتو ته کښېنوي.

عمران خان وویل امریکا او طالبان حتمي معاهدې ته نژدې شوي خو د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ له طالبانو سره خبرې وشلولې.

عمران خان وویل د امریکا او طالبانو تړون بېخي لاسلیکېدونکی و، د امریکایانو او د طالبانو ترمنځ د ډیل د لاس لیک کېدو پس به موږ له هغوی سره لیدل، ما به (ورسره) لیدل او زما کوښښ څه و؟ چې په څه نا څه طریقه هغوی او د افغانستان حکومت یوځای کړل شي. زما کوښښ به دا و چې دوی (افغان حکومت او طالبان) د یو بل سره کښېنوو."

د تېر شا او خوا یو کال راهسې امریکا د طالبانو سره په قطر کې د مذاکراتو لړۍ پېل کړې وه. د امریکايي پلاوي مشري په افغانستان کې د امن لپاره د امریکا خاص استازي زلمي خلیلزاد کوله.

ټاکل شوي وه چې دا میاشت به افغان صدر اشرف غني او طالب استازو به په امریکا کې د صدر ډانلډ ټرمپ سره لیدل خو په کابل کې د طالبانو په ځانمرگي برید کې د یو امریکايي عسکر د وژل کېدو وروسته ولسشمر ټرمپ د طالبانو سره خبرې ختمې کړي.

XS
SM
MD
LG