د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستانۍ غاړې کشمیر په باب اسلام اباد د دلي څرګندونې وغندلې


هندي عسکر د جمو او کشمیر له یوې نقشې سره ولاړ دي. ۲۰۱۹ز کال، ۸م اګست
هندي عسکر د جمو او کشمیر له یوې نقشې سره ولاړ دي. ۲۰۱۹ز کال، ۸م اګست

د هند د بهرنیو چارو وزیر سوبرامنیم جیشنکر د سېپټېمبر پر ۱۷مه دعوه کړې چې د پاکستان تر واک لاندې کشمیر د هند برخه ده او هیله یې وښوده چې نوی دلی به یې یوه ورځ ونیسي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د نوموړي څرګندونه غندلې ده.

د اګست له پېنځمې راهیسې د دواړو هېوادونو ترمنځ ترینګلتیا زیاته شوې او ناندریو ته یې دوام ورکړی.

پر هغه ورځ د هند حکومت تر خپل واک لاندې د کشمیر ځانګړی اییني حیثیت او کورواکي ختم کړه او هندی اساسي قانون یې وروغځاوه. اسلام اباد دا اقدام وغنده او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پرېکړه لیک سرغړونه یې وبلله.

رویټرز اژانس وايي، جیشنکر خبري غونډې ته وویل چې د پاکستان تر واک لاندې کشمیر په اړه یې د هېواد ((دریځ تل واضحه پاتې شوی دی.))

د ده په خبره، د پاکستان تر واک لاندې کشمیر ((د هند برخه ده او یوه ورځ به یې تر طبعي واک لاندې وي.))

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د نوموړي تر خبري غونډې وروسته بیان خپور کړ او تازه څرګندونې یې وغندلې.

په بیان کې هند د ((قابض هېواد)) په توګه یاد شوی او پکې راغلي چې دا ډول ((غیر ذمه وارانه او دښمنانه څرګندونې ترینګلتیا لا زیاتولای او په سیمه کې سولې او امنیت ته جدي)) ګواښ پېښولای شي.

بیان زیاتوي چې ((پاکستان سولې ته تیار دی خو د تېري د هرې هڅې ځواب ته هم چمتو دی.))

پاکستان او هند دواړه اټومي وسلې لري او دوه ځلې یې د کشمیر پر سر جنګ کړی.

دواړه د کشمیر دعوه کوي خو د سیمې ځینې برخې د هند او ځینې یې د پاکستان تر واک لاندې دي.

نوي دلي چې د اګست پر پېنځمه د کشمیر ځانګړی اییني حیثیت ختم کړ نو هلته یې پر مظاهرو بندیز ولګاوه، انټرنېټ او ټېلېفوني شبکې او سړکونه یې وتړل او مخالفه سیاستوالان یې بندیان کړل.

اسلام اباد ژمنه وکړه چې د ډېپلوماسۍ له لارې به د کشمیر لانجه نړیوالې ټولنې او ملګرو ملتونو ته رسوي.

خو رویټرز خبري اژانس د هند د بهرنیو چارو وزیر جیشنکر له خولې زیاتوي چې کشمیر د هند کورنۍ موضوع ده. تر دې مخکې هندي وزیراعظم نرېندرا مودي هم ویلي ول چې په دې کورنۍ موضوع کې هېچا ته د مداخلې اجازه نه ورکوي.

XS
SM
MD
LG