د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملګرو ملتونو او امریکا د پروان او کابل بریدونه وغندل


پروان او کابل کې چاودنو لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوړلې
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:03 0:00

پروان او کابل کې چاودنو لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوړلې

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګویتېرېس په کابل او پروان کې د سېشنبې بریدونه په کلکه غندلي او ویلي یې دي چې ټول افغانان که رایه ورکوي یا کاندیدان دي یا هم د ټاکنو کارکوونکي دي، د دې حق لري چې له ویرې، ګواښ او تاوتریخوالي لرې ارامه ژوند ولري.

د امريکا بهرنيو چارو وزير مايک پمپيوهم په پروان او کابل کې د طالبانو دوه ځانمرګي بريدونه وغندل چې نېږدې ۴۸ کسان يې ووژل او لسګونه نور يې ژوبل کړل. مايک پمپيو په يو بيان کې ويلي چې د دې بريدونو په کولو سره طالبان د افغانستان د ولس او ادارو پر وړاندې خپله ((شرمناکه بې پروايي)) ښيي. نوموړي زياته کړه چې د افغانانو د ريښتينې پخلاينې لپاره طالبان بايد سولې ته ريښتينې ژمنتيا وښيي، نه چې تشدد او بربادۍ ته دوام ورکړي ځکه چې دا کار د افغان ولس او د هېواد راتلونکې ته د زښت زيات زيان سبب ګرځي. پر دې سربېره افغان چارواکي وايي پرون په پروان کې د ولسمشر اشرف غني له انتخاباتي کمپاين سره نږدې ځانمرګي بريد ۲۶ کسان ووژل او ۴۲ يې ژوبل کړل. له دې وروسته په کابل کې د دفاع وزارت پېژنتون ته نږدې بل ځانمرګي بريد ۲۲ کسان ووژل او ۳۸ نور يې ټپيان کړل. وسله والو طالبانو د دواړو پېښو مسوليت منلی دی. دا بريدونه داسې مهال شوي چې په افغانستان کې ولسمشريزو انتخاباتو ته ۱۰ ورځې پاتې دي او طالبانو يې د ګډوډولو غږ کړی دی.

د کابل او پروان بریدونو حال

د کابل ځانمرګي برید شاهدان وایي، چاودنه هغه وخت رامنځته شوه چې د ملي دفاع وزارت د پېژنتون مراجعین د دغې ادارې په دروازه کې راټول شوي وو.

محمد توپان چې پېښې ته نږدې وو او د خپلو دوستانو یو تن یې هم په دې پېښه کې له لاسه ورکړی ازادي راډيو ته وویل، چې له ۳۰ تر ۴۰ کسان په دې ځای کې وو.

یوه او پنځه دقیقې وې، چې غوښتل مو دننه ولاړ شو چې ناڅاپه چاودنه وشوه، زموږ ملګري او هغه خلکو چې غوښتل دننه ولاړ ټول شهیدان شول.»

د پېښې له ځایه لرې، یو سپین ږیری سړی په ضعیف بدن ناست دی او د خپلو زامنو په اړه ځکه اندېښمن دی چې هغوی د پېښې په ځای کې وو.

دی وایي، دوه زامن یې چې ۲۴ او ۳۰ کلن دي د پېښې په ځای کې په ورځینې کارونو بوخت ول او د یوه زوی له حال یې خبر نه دی.

له ډزو وروسته پوه نه شوم چې څومره خلک تباه شوي، ټول له همدې ولس نه دي، ټول افغانان دي، زمان دوه زامن هلته دي یو مې ولید خو له بل نه یې خبره نه یم.»

د دغې پېښې یو شمېر ټپیان د کابل وزیر محمد اکبر خان روغتون ته د درملنې لپاره استول شوي دي.

د دغه روغتون مسولین وایي، چې ۷ ټپیان دغه روغتون ته انتقال شوي، چې ۲ یې پوځي او ۵ نور یې ملکیان دي.

د دغې پېښې یوه ټپي ازادي راډيو ته وویل: ''په دې کې د دولت ناغېړي ده چې زموږ امنیت نشي نیولی، که دولت امنیت ټینګ کړای شي، ولې به داسې وي، د یتم او بې وزله وینه به ولې توېږي، سر، دماغ، ښی لاس او دواړه پښې مې ټپي شوي دي.''

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي وایي، چې په دې پېښه کې د ۲۲کسانو په ګډون ۶ پوځيان وژل شوي او ۳۸ نور ولسي افغانان ټپيان شوي دي.

د ښاغلي رحیمي په خبره، د وژل شویو او ټپیانو په شمېر ښځې او ماشومان هم شامل دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند زیاتوي ، چې د وسلوالو طالبانو ډله د جګړې په ډګر کې له زیاتو تلفاتو سره مخامخ شوی او همدا لامل دی چې ولسي افغانان په نښه کوي.

د دغې پېښې مسولیت طالبانو منلی دی.

دا دوiمه پېښه ده چې نن یې طالبانو مسولیت منلی، تر دې پښې یو ساعت وړاندې بلې چاودنې په پروان ولایت کې ۲۶ کسان ووژل او ۴۵ نور یې ټپیان کړل.​

د پروان امنیه قوماندانۍ د امنیت امر عبدالواسع ګلبهاري مشال راډیو ته وايي چې په چارېکار ښار کې دغه برید د ځنګل باغ په سیمه کې پر موټرسایکل سپاره یوه ځانمرګي بریدګر کړی دی.

د پروان رغتون ریس قاسم سنګین ویلي چې د یولسو ټپیانو حالت نازک دی.

د ولسمشر اشرف غني په مشرۍ د دولت جوړونکې ټیم د انتخاباتي کمپاین مسولینو ویلي چې د ټیم غړیو ته یې په دې چاودنه کې زیان نه دی رسېدلی.​

XS
SM
MD
LG