د لاسرسي ځای

تازه خبر

د قايد اعظم پوهنتون زده کونکي بيا پر احتجاج


په ۲۰۱۶ز کال هم په قاید اعظم پوهنتون کې احتجاج شوی وو.
تصویر له ارشیفه
په ۲۰۱۶ز کال هم په قاید اعظم پوهنتون کې احتجاج شوی وو. تصویر له ارشیفه

په اسلام اباد کې د قايداعظم يونيورسټۍ يوشمير زده کونکي له خالي ورځې راهيسې پر احتجاج دي او تور پورې کوي چې د يونيورسټۍ انتظاميه ورته د اوسېدو لپاره په هاسټلو کې ځای نه ورکوي او مظاهره به يې تر هغه وخته جاري وي تر څو غوښتنې نه وي منل شوي.

بلخوا د پوهنتون انتظاميه وايي چې دوې نوې هاسټلې يې جوړې کړي او زده کونکیو پرې په زوره قبضه کړې ده طالبعلمانو له پکار دي چې د انتظاميې په کارونو کې دې له لاسوهنې ډډه وکړي.

اوس انتظاميې دوې نوې هاسټلې جوړې کړې نو پکې صرف يو هاسټل طالبعلمانو ته وسپارل شو چې پکې د ټولو ځايه ول ممکن نه دي.
خان زمان کاکړ


د قايداعظم يونيورسټۍ یوه زده کونکي خان زمان کاکړ بېګا ماخوستن مشال راډيوته وويل د پوهنتون يوشمير طالبعلمانو له تېرې يوې اوږدې مودې راهيسې له انتظاميې په هاسټلونو کې د پاتې کېدو ځايونه غوښتل نو هميشه به ورته دا ځواب ورکول کېدلو چې د هاسټلونو کموالي لوجې ټولو زده کونکو ته د اوسېدو ځايونه نشي ورکولی. اوس چې انتظاميې دوې نوې هاسټلې جوړې کړې نو پکې صرف يو هاسټل طالبعلمانو ته وسپارل شو چې پکې د ټولو ځايه ول ممکن نه دي.

د نوموړي په وينا د پوهنتون انتظاميه هر ځل د زده کونکو غوښتنې منلو پرځای دوی په زوره تیت و پرکوي او دا ځل يې هم داسې کوښښ وکړو کوم چې ورله طالبعلمانو ناکامه کړو.

د قايداعظم يونيورسټۍ د زده کونکيو د چارو مشر ډاکټرعامر وسيم د طالبعلمانو تورونه په ردولو سره مشال راډيو ته وويل دوې نوې هاسټلې جوړې کړې شوې دي چې پکې يوه ته به د اېم فل زده کونکي راړول کېږي او د هغوی هاسټل مو ښځينه زده کونکیو ته ورکولو اراده لرله ځکه چې دا وخت موږ هغوی له يونيورسټۍ بهر په شخصي هاسټل کې ساتلې دي خو طالبعلمان وايي چې نه دواړه هاسټلې موږ ته راکړئ او د اېم فل زده کونکي په خپل زاړه هاسټل کې وساتئ. د خالۍ په ماخوستن يې د نوي هاسټل عمومي دروازې ته تالې واچولې نو موږ ورسره مذاکرات وکړل او په دې انتظار وو چې تر سهاره پورې به د هاسټل قبضه پرېږدي خو داسې يې ونکړل نو د سپتمبر پر ۱۵ مه موږ په تاڼه کې راپور درج کړو او پوليسو خپله کاروايي په کولو سره د زده کونکو د تنظيم هغه درې مشران چې په وينا يې نورو طالبعلمانو دا هر څه کړي وو ګرفتاره کړل.

د اسلام اباد سېکرټرېټ تاڼې يو چارواکې لطف الله مشال راډيو ته وويل د يونيورسټۍ انتظاميې پر درخواست طالبعلمان ونيول او د مذاکراتو وروستو يې بيا خوشې کړل.

د نوموړي وينا وه د يونيورسټۍ انتظاميې لخوا موږ ته اطلاع راکړل شوه چې د زده کونکو يو تنظيم هاسټل ته تالې اچولې دي نو زموږ نفري يونيورسټۍ ته ورغله او د کومو کسانو پرضد چې ورته شکایات شوي وو نوهغه موږ ګرفتاره کړل او تاڼې ته مو راوستل او د معاملې هوارولو وروستو مو طالبعلمان خوشې کړل.

بلخوا د يونيورسټۍ انتظاميه وايي پوليسو دوی د وينا پرته زده کونکي خوشې کړي او هغوي اوس بيا پرهاسټل قبضه کړې ده او وايي ترڅو چې غوښتنې نه وي منل شوې ترهغه وخته به ورته هاسټل نه حواله کوي, پوليسو له پکار وو چې له دوی سره تر مشورې وروستو یې طالبعلمان خوشې کړی وی.

XS
SM
MD
LG