د لاسرسي ځای

تازه خبر

مولانا فضل رحمان: جعلي حکومت نه منم، ملین مارچ کوم


د ارشیف انځور
د ارشیف انځور

اسلام اباد ـ د جمیعت علما اسلام (ف) ګوند مشر مولانا فضل رحمان د سېپټمبر پر ۱۴مه په ملتان کې یوې خبري غونډې ته د وینا پر مهال ویلي، مخکې تر دې چې دوی په اسلام اباد کې [ملین مارچ] وکړي، حکومت دې پخپله استعفی وکړي.

هغه وايي، تر دې وړاندې یې هم څو څو وارې پراخ احتجاجونه کړي او که ضرورت یې ولیدل شو نو دوی به بیا هم دا اقدام وکړي.

نوموړي اوسنی حکومت جعلي وباله، چې د ده په وینا دوی ته د منلو وړ نه دی، پکار ده چې استعفی ورکړي او په ملک کې له سره انتخابات وشي.

مولانا فضل رحمان دا ونه ویل چې ملین مارچ به کله کوي؟ خو همدومره یې وویل چې په دې اړه به اعلان د سېپټمبر پر ۱۸مه د دوی د ګوند په عمومي غونډه کې وکړي.

هغه وویل:

"په تېر یو کال کې موږ ۱۵ وارې ملین مارچ وکړ، موږ سره کوم بل ګوند ملګرتیا و نه کړه خو د هغې باوجود هم موږ تاریخي غونډې وکړې او په هره غونډه کې تر لسو لکو پورې خلکو ګډون وکړ. زموږ خوښه پخوا هم دا وه او اوس هم دا ده چې نور سیاسي مشران هم پکې له موږ سره ګډون وکړي خو هر ګوند خپل دریځ لري."

مولانا وویل، که نور ګوندونه ورسره ملاتړ ونه هم کړي نو د دوی ګوند به په یواځې ځان د حکومت خلاف خپل اواز اوچت کړي.

خبریال محمود جان بابر وايي، داسې ښکاري چې حکومت هم نه غواړي چې د مولانا فضل رحمان مخه ونېسي، ځکه هغوی د هر ګوند سره د برخورد لپاره خپله کړنلاره لري.

نوموړي زیاته کړه، مولانا ته د خلکو د ټولولو چل ورځي نو که هغه وغواړي په اسلام اباد کې دومره خلک جمع کولی شي چې اسلام اباد وتړي.

د مولانا فضل رحمان پر تازه څرګندونو د حکومت دریځ مخې ته نه دی راغلی خو د کورنیو چارو وزیر اعجاز شاه د سېپټمبر پر ۱۱مه ډان ورځپاڼې ته په مرکه کې ویلي وو، د مولانا د احتجاجي غونډې مخه به نه نیسي خو هغه چې څه غواړي په دې طریقو یې نه شي تر لاسه کولی.

XS
SM
MD
LG