د سېپټېمبر پر ۱۴مه، د بنګلادېش په ډاکه کې د کرکټ ۲۰ اوريزه سيالو کې افغانستان زېمبابوې ته په ۲۸ منډو ماتې ورکړه.
افغان لوبډلې په ټاکل شوي ۲۰ اورونو کې ۱۹۷ رنز جوړ کړل چې په ځواب کې زېمبابوې د اووه لوبغاړو په زيان ۱۶۹ منډې جوړې کړې.
نجيب ځدراڼ ۶۹ منډې وکړې او د سیالۍ غوره لوبغاړی شو.
په ۲۰ اوريزه سيالو کې افغانستان، بنګلادېش او زېمبابوې ترمنځ مقابلې کېږي.
د سېپټېمبر پر ۱۵مه د افغانستان او بنګلادېش ترمنځ مقابله ده.
د درو هېوادونو، افغانستان، بنګلادېش او زېمبابوې د کرکټ دا سیالۍ د جمعې پر ورځ پېل شوې دي.