د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست: د ټاکنو بهیر لپاره ۵۳۸۲ مامورین ګومارل کېږي


خوست: د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره د مامورینو ګومارنې ازموینه
خوست: د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره د مامورینو ګومارنې ازموینه

نن د جمعې په ورځ په خوست کې د ټاکنو خپلواک کمیسیون ولایتي دفتر د ۵۳۸۲ نارینه او ښځینه مامورینو د ګومارنې لپاره ازموینه واخیسته.

په خوست کې د ټاکنو دفتر مسولین وايي، چې یاد کسان به د دې ولایت د رای اچونې په ۱۸۶ مرکزونو کې چې ۸۳۵ د رای اچونې محلونه لري، په دندو وګمارل شي.

ددوی په وینا، په خوست کې دونیم لکه کسانو په خپلو تذکرو یا پیژند پاڼو سټیکرې لګولي او دوی به د تلې په ۶مه د ولسمشریزو ټاکنو په ورځ خپلې رايې وکاروي.

د خوست د دریو مرکزي اداري واحدونو د ټاکنو د مامورینو د استخدام یا ګمارنې ازموینه د خوست په ملي لوبغالي او د ولسوالیو د مامورینو د ګمارنې لپاره ازموینې په اړوندو ولسوالیو کې واخیستل شوې.

د مرکزي واحدونو په ازموینه کې سلګونو نارینه وو او ښځینه وو ګډون کړی وو او د یادو مرکزونو د مدیرانو، د محل رئیسانو، د هویت پېژندنې مامور او بایو میټریک مامورینو، د پاڼو ویشونکو، د صندق او محل کنټرولرانو ۷-۷ بستونو لپاره ازموینه ورکړه.

د خوست د ټاکنو ریاست د عامه پوهاوی او روزنې مدیر صاحب الدین ځدراڼ مشال راډیو ته وویل، چې دا کسان به د ټاکنو د کمیسیون په چوکاټ کې د رای اچونې د مرکزونو او رای اچونې د محلونو د مامورینو په توګه وګمارل شي.

پدې ازموینه کې لسګونو ښځو هم برخه درلوده.

د دنیا په نوم یوه پیغله چې د ازموینې لپاره راغلې، وویل، پدې پروسه کې ځکه برخه اخلي، چې د نارینه وو په شان د ښځو په محلونو کې ښځینه مامورینو ته اړتیا ده.

دې وايي، کچیرې په محلونو کې ښځینه مامورینې نه وي، نو ښځې شته کلتوري محدودیتونو ته په کتو د نارینه وو محلونو ته د رای کارونې لپاره نشي تللی.

مدني فعاله زینب افغان هم چې د یادې ازموینې ګډونواله وه وايي، کله چې موږ وایو، د ټولنې نیمايي قشر مو ښځې دي، نو د ټاکنو په ملي پروسه کې هم د دوی ګډون ضرور دی.

دې وايي، پدې بهیر کې د ښځو له ګمارنې سره له یوې خوا په ټاکنو کې شفافیت رامنځته کیږي او بل لوري ته ښځو به، په یوه ملي او مهمه پروسه کې خپل حضور او تاثیر په ډاګه کړی وي.

د خوست په ځینو سیمو کې د ناامنو ګواښ موجود دی، د دې سیمو څخه یو هم د قلندر ولسوالي ده، چې د ولسوالۍ مقام يې هم د اساسي سړک د نشتون له کبله په یو بل موقعیت کې ده.

د شاهدالرحمن په نوم د یادې سیمې یو ځوان وايي، چې د شته ګواښونو سره-سره د مزغوره لیسې ټاکنیزې حوزې ته ورځي او خپل ماموریت به ترسره کوي.

د کمال شهزاده په نوم یو بل ځوان بیا وايي، په خوستوالو کې دا لیوالتیا بیخي ډېره ده، چې هم د ټاکنو په پروسه کې کار وکړي او هم د رای اچونې په بهیر کې برخه واخلي.

ټاکل شوې په افغانستان کې راتلونکې ولسمشریزې ټاکنې د تلې په ۶مه یا د روانې سپټمبر میاشتې په ۲۸ مه ترسره شي.

د مسوولینو په وینا چې دې ټاکنو لپاره په خوست کې تر پخوا تشکیلات او محلونه ډېر شوي دي.

دوی زیاتوي مخکې د رای اچونې صندوقونو ته۶-۶ سوه رای اچول کیدې، خو پدې ټاکنو کې به هر صندوق څلور سوه رای ور اچول کیږي.

XS
SM
MD
LG