د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کشمیر ستونزې هواری د پارلماني غړيو له نظره


پاکستانی پارلېمان

د اګست په پنځمه هند د خپل تر انتظام لاندې کشمير ځانګړې اييني حيثيت ختمولو وروستو د ياد ملک او پاکستان ترمينځه حالات يو وارې بيا ترينګلي شوي دي.

اسلام اباد د ملګرو ملتونو پشمول اسلامي ملکونوسازمان (او ايي سي) او نړيوالې ټولنې نه غوښتنه کړې چې کشمير شخړه هوارولو کې دې خپل کردار ولوبوي خو بيا نوي دلی په کشمير کې هر ډول بدلونونه خپله کورنۍ موضوع بولي او وايي هېچا ته به خپلو کورنيو معاملو کې د مداخلې اجازه ورنه کړي.

سراج الحق
سراج الحق

په پاکستان کې پارليماني استازي د کشمير شخړې حل لپاره د حکومتي کوښښونو په هکله څه نظر لري او د دې مسلې حل ورته څنګه ښکاري؟جماعت اسلامي امير سېنېټر سراج الحق وايي حکومت له د کشمير په هکله خپله تګلاره واضحه کول پکار ده او بيا دې پرې په صحيح توګه عمل هم وکړي د حکومت کار ژړا فرياد کول نه بلکه مسله حل کول دي.

امیر حیدر خان هوتي
امیر حیدر خان هوتي

د عوامې نېشنل ګوند پارليماني استازي امير حیدر خان هوتي وايي پرځای د دې چې حکومت د ملک دننه ټول ګوندونه رايوځای کړي او د دې مسلې حل راوېستلو لپاره ورسره سلا مشوره وکړي خو حکومت خپله ټوله توجو د اپوزيشن غړيو ګرفتارولو ته اړولې ده.

د هند لخوا د خپل تر انتظام لاندې کشمير ځانګړې ايني حیثيت ختمولو وروستو له تېرو قريبا شپږو اونیو راهيسې په کشمير کې کرفيو نافذ ده او انټرنېټ او ټېليفون سروس هم بند دې.

محمد عثمان خان کاکړ
محمد عثمان خان کاکړ

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند سېنېټر عثمان کاکړ وايي حکومت د کشمير حل راويستلې دې ياده سيمه يې هند ته سپارلې او ورته وايي چې د پاکستان ترانتظام لاندې کشمير کې دې ورسره کار نه لري. حکومت او اتحاديانو چې د کشمير په نوم کوم شور جوړ کړی نو دوی دې د ولس پام په ملک کې له ګرانۍ او بې روزګاري څخه اړول غواړي.

خو حکومتي ګوند پاکستان تحريک انصاف پارليماني استازی صالح محمد وايي حکومت کوښښونه د ټولو پر وړاندې دي او پراميده دي چې ډېر ژر به د کشمير مسله هواره کړي.

د نوموړي وينا وه د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قریشي د نړۍ پر وړاندې په ښه شان د کشمير مسله راپورته کړي او وس د نړيوالې ټولنې ذمه واري جوړېږي چې د دې مسلې حل لپاره دې خپل کردار ولوبوي.

د ذکر ده چې د هند وزيراعظم نريندرمودي په اګست مياشت په فرانس کې د جي سېون ملکونو غونډې پر مهال د امريکا له ولسمشر ډونلډ ټرمپ سره تر لیدو وروستو ويلي ول د هند او پاکستان ټولې مسلې خپلمنځۍ دي او د حل لپاره يې درېم ملک ته د زحمت ورکولو اړتیا نشته.

تبصرې وګورئ

XS
SM
MD
LG