د لاسرسي ځای

تازه خبر

حکومت د پولیو ختمولو کې ناکامه دی: مسلم لیګ ن


مسلم لیګ ن ګوند تور پورې کوي چې د تحریک انصاف په مشرۍ حکومت د پولیو رنځ په ختمولو کې ناکامه شوی او د ناسمو پالیسیو په وجه يې ورځ په ورځ د دې ناروغۍ کیسونه سېوا کېږي.

دا خبرې د صحت پخوانۍ وفاقي وزیرې سایره افضل تارړ په یوه خبري غونډه کې کړې. بل پلو حکومت وايي د پولیو مخ په زیاتېدونکو کېسونو يې اقدامات پیل کړي او ډېر ژر به په دې قابو وموندل شي.

په اسلام آباد پرېس کلب کې د سېپټمبر په دیارلسمه پخوانۍ وزیرې سایره افضل تارړ وویل، په دوه زره څوارلسم کال کې په ټول پاکستان کې د پولیو درې سوه شپږ کېسونه وو چې وروستو بیا دوی په دوه زره لسم کال کې ۸ کېسونو ته راورسول او دا رنګ چې کله دوی په دوه زره اتلسم کال کې حکومت پرېښودو نو یواځې د بلوچستان په دوکۍ سیمه کې درې د پولیو کیسونه ریکارډ شوي وو.

د سایره تارړ په وینا که حکومت د دې په مخ نیوي کې کامیاب نه شو نو په نړۍ به د پاکستان ډېره بدنامې وشي.

په دې موقه نوموړې له حکومته غوښتنه وکړه چې د پولیو زیاتېدونکیو کېسونو د لامل معلومولو لپاره دې یو کمېشن جوړ کړي: ''زموږ په وخت کې هم خلکو د پولیو نه انکار کولو، زموږ په زمانه کې هم خلکو د پولیو څاڅکو باندې اندښنې لرلې خو موږ تل یو مثبت تصویر وړاندې کړې وو او د هغې نتیجه تاسو کتلې وه په دوه زره اتلسم کال کې یواځې درې کېسونه راغلي وو او هغه ټولو سیمو ته چیرته چې تګ اسان نه وو هغه وخت قانون نافذونکو ادارو او حکومتونو په ګډه سره جنوبي او شمالي وزیرستان ته ورسېدو او ګډاپ ته او قلعه عبدالله پورې لاړو نو دوی په هره خبره کمېټۍ جوړوي نو زه د وزیراعظم صېب نه دا غوښتنه کوم او دا خواست ورته کوم چې په دې معامله هم کمېټي جوړه کړي او کمېشن جوړ کړي.''

مشال راډیو چې په دې اړه په اسلام آباد کې د صحت او پولیو د چارو لپاره د وزیراعظم د سلاکار بابر بن عطا سره رابطه وکړه نو په دې اړه يې د خبرو نه ډډه وکړه.

خو له دې وړاندې نوموړي له رسنیو سره خبرو کې ویلي وو چې د پولیو مخ په زیاتېدونکو کېسونو وفاقي حکومت د پالیسۍ په کچه اقدامات پيل کړي او ډیر ژر به په دې قابو وموندل شي.

بل پلو د صحت د چارواکو په وینا روان کال په ټول پاکستان کې د پولیو دوه شپېته کیسونه مخې ته راغلي چې پکې په پنجاب کې پنځه، سیند کې شپږ، بلوچستان کې پنځه، قبایلي ضلعو کې یولس او په خېبر پښتونخوا کې پنځه دېرش کېسونه شامل دي.

XS
SM
MD
LG