د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کراچۍ انتظامي چارې وفاق ته سپارل څه اغېز لرلای شي؟


تصویر له ارشیفه
تصویر له ارشیفه

پراګ: په پاکستان کې واکمن تحریک انصاف ګوند وايي، دوی په پام کې لري چې د کراچۍ انتظامي چارې له صوبايي حکومته واخلي او وفاقي حکومت ته یې وسپاري. خو د اپوزېشن دوو لویو ګوندونو د دې وړاندیز سخت مخالف کړی دی.

د پاکستان پپلز ګوند او پاکستان مسلم لیګ نون ډلې مشران وايي، دوی به تحریک انصاف دې ته نه پرېږدي چې د کراچۍ انتظامي چارې وفاقي حکومت ته وسپاري.

د پپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري د سپټمبر پر ۱۲مه د سیند په حېدراباد کې خبري غونډې ته وویل چې دوی به د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف دا هڅه ونه ومني چې د ده په وینا کراچۍ قبضه کړي.

د سیند پخواني ګورنر او د مسلم لیګ نون ډلې مخکښ محمد زبېر بیا د سپټمبر پر ۱۳مه خبري غونډې ته په وینا کې د پیپلز ګوند د دریځ ملاتړ وکړ او تور یې پورې کړ چې تحریک انصاف غواړي چې په اساسي قانون کې شوی ۱۸م بدلون بیرته واخلي.

اوس پوښتنه دا راپورته کېږي چې ریښتیا هم د حکومت له دې ممکنه ګامه اتلسم بدلون ته څه خطر شته او که نه؟ او که چېرې اتلسم بدلون بیرته واخیستل شي نو دا به د هېواد په کچه پر پاکستان څه اغېز ولري؟

وتلی پښتون سیاستوال افراسیاب خټک وايي، دا لومړی ځل نه دی بلکې تحریک انصاف وړاندې هم داسې اشارې کړې دي چې ګواکې په اساسي قانون کې شوی ۱۸م بدلون دې بیرته واخیستل شي.

ده وویل، “دوی ۱۸م ترمیم ختمول غواړي، وفاقي نظام ختمول غواړي او جمهوري نظام ختمول غواړي. له دوی سره په پارلمان او په ځانګړې توګه په سېنټ کې اکثریت نشته نو دوی له نورو لارو راځي چې په آیین کې ګوتې ووهي. پر کراچۍ قبضه کوي، پر پیپلز ګوند فشار اچوي او فضا خرابوي.”

د سیاسي چارو پوه او پخوانی برېګېډیر سعد محمد خان وايي، ده ته نه ښکاري چې تحریک انصاف دې د ۱۸م ترمیم ختمولو هڅه وکړي.

ده وویل، د کراچۍ مسله له دې کبله راپورته شوې ده چې هلته په مالي او انتظامي چارو کې د نور پاکستان پرتله ډېره ګډوډي ده.

سعد محمد خان زیاته کړه، “په سیند صوبه کې د پیپلز ګوند په اوسني حکومت کې درغلۍ، رشوتونه او نوره ګډوډي دومره زیاته ده چې دوی یوازې له کراچۍ ښاره ګندونه نشي اېستلای. نو وفاقي حکومت اوسمهال د کراچۍ ښار د حالت ښه کولو لپاره یو کمېټۍ جوړه کړې ده او هغه به وړاندیزونه کوي.”

د فراسیاب خټک په وینا، په اوسني آیین کې ګوتې وهل او یا ۱۸م ترمیم ختمول به د پاکستان بنیاد ته زیان ورسوي.

نوموړي وویل، “ پاکستان نوی ملک دی او دا پر دې بنیاد جوړ دی چې دا به یو وفاقي او جمهوري مملکت وي. په دې کې به ابادو قامونو او صوبو ته شناخت او پر خپلو وسایلو اختیار حاصل وي. نو که څوک له دې آیین څخه سرغړونه کوي هغوی د پاکستان له بنیاد څخه سرغړونه کوي.”

دا له هغه وروسته ده چې د پاکستان د قانون وفاقي وزیر فروغ نسیم د سېپټېمبر پر ۱۲مه په یوه خبري غوڼډه کې وویل چې وفاقي حکومت په دې اړه فکر کوي چې د کراچۍ انتظامي چارې له صوبايي حکومت څخه واخلي.

نوموړي دا هم ویلي چې که چېري وفاقي حکومت داسې ګام اخلي او صوبې یې مخالفت کوي نو دوی به سپریم کورټ ته ځي.

د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د سپټمبر پر ۱۳مه د پارلمان غونډې ته په وینا کې که څه هم د ۱۸م ترمیم یادونه ونه کړه خو ویې ویل چې دوی پخوا هم د ملک آیین ته احترام کړی اوس یې هم کوي او بیا به یې هم کوي.

XS
SM
MD
LG