د لاسرسي ځای

تازه خبر

د محرم جلوسونو ته ټینګ امنیت نیول شوی


د محرم یو ماتمي جلسو تر سخت امنیت لاندې تېرېږي. ۲۰۱۸ز کال، ۲۱م سېپټېمبر
د محرم یو ماتمي جلسو تر سخت امنیت لاندې تېرېږي. ۲۰۱۸ز کال، ۲۱م سېپټېمبر

د اسلام اباد پشمول د ملک په څلور واړه صوبو، ګلګت بلتستان او پاکستان تر انتظام لاندې کشمير په لويو او وړو ښارونو کې به نن د محرم نهمې ماتمي جلوسونه راويستل کېږي او د امنیت ساتلو لپاره د ملک په زياترو لویو ښارونو کې موبايل ټېليفونونه بند دي او پر موټر سايکل پرغبرګو سورلو هم بنديز لګول شوی دی.

په اسلام اباد کې به د نهم محرم مرکزي ماتمي جلوس د سېکټر جي سیکس ټو له امام بارګاه د غرمې پر يوه بجه راوځي او پر ټاکلو شویو لارو تر تېرېدو ورستو هم نن ماسخوتن به په ياد سېکټر کې پای ته رسېږي.

د اسلام اباد پوليسو په وینا جلوس امنيت لپاره پوليسو سره سره رېنجرز، اېف سي، سپېشل برانچ، ټرېفک پوليس او بم ډسپوزل سکواډ ۲۲۰۰ اهلکاران به خپله ډيوټي ترسره کوي، لویې لارې په اغزنو تارونو او کنټېنرو تړل شوې او تر تلاشۍ ورستو به په مخصوصو لارو خلکو ته په جلوس کې د ګډون اجازه ورکول کېږي.

د فقه جعفريه وياند طارق جعفري په ملک کې د ۹ محرم مرکزي جلوسونو امنيت لپاره کړې شوو انتظاماتو په هکله مشال راډيو ته وويل فې الحال خو دوی له امنیتي انتظاماتو نه مطمين دي ځکه چې له پوليس، رېنجرز او اېف سي سره سره نورې امنېتي ادارې هم پوره همکاري کوي د اول نه تر اتم محرم پورې د دوي ټول پروګرامونه ډير په ښه توګه وشول او حکومت ته خواست کوي چې د نهم او لسم محرم لپاره دې هم داسې ښه انتظامات وکړي چې یو څه بده پېښه رامخې ته نشي.

په پېښور کې به نن مرکزي ماتمي جلوس د امام بارګاه حسینيه حال صدر نه راويستل کيږي او له خپلو روایتي لارو نه تر تېرېدو ورستو هم په صدر کې به پای ته رسېږي.

د پيښورضلعي انتظاميې ترمخه په ښارکې د ماتمي جلوسونو امنيت لپاره د ۹ زره نه زيات امنېتي سرتيري ځای پر ځای کړل شوي دي. د دې تر څنګ په پېښور کې موبايل ټېليفون غېر فعاله کولو سره د موټرسايکل پر غبرګو سورلو او د وسلې په ګرځولو هم بنديز لګول شوی او د عاشورې په ماتمي جلوسونو کې د جامه تلاشۍ نه پس خلکو ته به د ګډون اجازه ورکول کېږي.

د خېبر پښتونخوا په کوهاټ، هنګو، کورمه، بنو او ډېره اسماعيل خان کې هم د نهم محرم ماتمي جلوسونو امنيت ساتنې بندوبس شوی دی.

د کرمې نه د انجمن حسېنيه غړې صوبيدار نصير حسېن مشال راډيو ته وويل پاړا چنار کې د نهم محرم مرکزي جلوس به د ماسخوتن په نهه بجې د مرکزي امام بارګاه نه راووځي او ارمي چوک، ډاک خانه روډ او چرګانو چوک نه تيريدو وروستو سحر په څلور نيمې بجې به واپس په مرکزي امام بارګاه کې پايې ته رسيږي. د نوموړي په وينا د جلوس امنيت لپاره د پاکستان پوځ، پولېس او اېف سي ځواکونه ځايې پر ځايې ولاړ دي.

دې تر څنګ په بنو کې هم نن غرمه د منډان ګېټ مرکزي امام بارګاه نه به ماتمي جلوس راوځي او ميلاد پارک نه تيريدو وروستو واپس به په مرکزي امام بارګاه کې پايې ته رسي.

د بنو پوليسو ترمخه د محرم دوران د امنيت وضعه ښه ساتلو لپاره قريبا ۱۲۰۰ پوليس اهلکاران ځايې پر ځايې کړې شوي دي او د ماتمي جلوس څارنه به د کېمرو د لارې کوي دې.

په کراچۍ کې به هم د ۹ محرم ماتمي جلوس د نشتر پارک نه راويستې کيږي او د مختلفو لارو نه تيريدو ورستو هم نن ماښام به حسېنيه ايرانيا کهارادر کې پای ته رسېږي. په ښار کې د جلوسونو امنيت لپاره شاوخوا ۱۱ زره پوليس اهلکاران ځای پرځای کړې شوي دي دې سره سره د جلوس څارنې لپاره په لارو کې سي سي ټي وي کېمرې هم لګولې شوي دي.

د ملک نورو ښارونو پشان په کوټه او لاهور کې به هم د ۹ محرم مرکزي جلوسونه په ټاکل شوي وخت راويستې کيږي چې لپاره يې امنېتي انتظامات کړې شوي دي. د ورځې پهع مناسبت سره په کوټه ښار کې به موبايل ټېليفون د سحر نه تر ماسخوتن پورې غېر فعاله وي.

بلخوا حکومت نن په نهم او صبا په لسم محرم په ملک کې عامه رخصتي اعلان کړې ده او د دوه ورځو لپاره به ټولې کاروباري اوتعليمي ادارې بندې دي.

د ذکر ده چې په دې ورستېو کلونو کې د محرم مياشتې دوران د شيعه مسلمانانو پرماتمي جلوسونو وسله وال بريدونه شوي وو چې لوجې يې د دې مياشتې په راتګ سره د ملک په وړو او لویو ښارونو کې کلک امنیتي ګامونه پورته کېږي.

XS
SM
MD
LG