د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د هڅو تاریخ


ارشیف انځور
ارشیف انځور

پراګ ـ د امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ لخوا له طالبانو سره په کیمپ ډیویډ کې د لیدنې او د سولې د خبرو پر لغوه کېدو د فرانسې خبري اژانس لیکلي، دا لومړی ځل نه دی چې امريکا غوښتل له اسلامپالو سره يوه معامله وکړي.

اژانس لیکي، له هغې ډېره موده مخکې چې واشنګتن پر افغاستان د حملې پرېکړه وکړه، امريکا هڅه کړې وه چې له طالبانو ځينې ضمانتونه واخلي.

د ليکنې تر مخه، دې کار تل د امريکا او طالبانو ترمنځ د ممکنه معاهدې په اړه شکونه زېږولي.

رسمي اسناد ښيي، له هغې څو کلونه مخکې چې القاعده د ۲۰۰۱ز کال د سېپټمبر پر ۱۱مه پر امريکا بريد وکړي، د ولسمشر کلنټن ادارې څو وارې له طالبانو سره پټ روابط نيولي وو.

واشنګټن له دې امله اندېښنه درلوده چې طالبان نړيوالو وسله والو، په تېره د اسامه بن لادن په مشرۍ القاعده ډلې ته اجازه ورکوي چې د افغانستان خاوره د ترهګرو حملو د پلانولو لپاره وکاروي.

امريکا د طالبانو په تشو تورو وعدو وغولېده او اخر هم د سېپټمبر پر ۱۱مه بريد ورباندې وشو.

پر افغانستان د امريکا تر حملې وروسته طالبانو په دې شرط چې حساب کتاب بايد ورسره و نه شي، د وسلو کېښودو ته رضامندي وښوده.

امريکا د طالبانو دا خبره و نه منله، چې په نتيجه کې يې د هغوی وسله وال پاکستان ته واوښتل.

ليکنه کاږي، له طالبانو سره د سولې هڅې په ۲۰۰۴ او ۲۰۱۱ز کلونو کې هم وشوې، مګر بې نتيجې پاتې شوې.

طالبانو په ۲۰۱۳ز کال کې په قطر کې يو دفتر پرانېست. خو له امريکا سره يې خبرې له دې وجې مخ ته نه لاړې چې هغوی غوښتل ځان په کابل کې د راتلونکي حکومت د غير رسمي سفارت په توګه معرفي کړي.

ليکنه وايي، ښايي د افغانستان د روغې جوړې تر ټولو ښه فرصت هغه وو کله چې په ۲۰۱۵ز کال کې افغان حکومت او طالب مشران په پاکستان کې مخامخ خبرو ته کېناستل.

په همدې کال افغان ولسمشر اشرف غني، د دې لپاره چې طالبان ورسره د سولې خبرې مخ ته يوسي، هغوی ته وړانديز وکړ چې د يوه سياسي ګوند په توګه به يې وپېژني. طالبانو د ولسمشر غني خبره و نه منله.

په ۲۰۱۸ز کال کې د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ، چې غوښتل يې له افغانستانه خپل سرتيري وباسي، د سولې خبرو لپاره زلمی خليلزاد د امريکا د ځانګړي استازي په توګه وټاکه.

XS
SM
MD
LG