د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان او افغانستان بهرنیو چارو وزیرانو پر سولې خبرې وکړې


اسلام اباد ـ د پاکستان او افغانستان د بهرنیو چارو وزیرانو د سېپټمبر پر اوومه په اسلام اباد کې سره وکتل او په دوه اړخیزو اړیکو او معاملاتو یې خبرې وکړې.

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت لخوا په خپره شوې یوه خبرپاڼه کې ویل شوي چې شاه محمود قریشي او صلاح الدین رباني د افغانستان د سولې د تړون پر موضوع او همدا رنګه په نورو دوه اړخیزو او سیمه ییزو معاملاتو خبرې کړې دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر وايي، د کابل او اسلام اباد ترمنځ پخوانۍ مذهبي، سیاسي او کلتوري اړیکې موجودې دي.

نوموړي دا هم ویلي چې په سیمه کې د امنیت د تامین لپاره اړینه ده چې په افغانستان کې سوله راشي.

د نوموړي په وینا پاکستان وار له مخې ویلي وو چې د افغانستان د ستونزې هواری د سیاسي حل له لارې ممکن دی.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني، په اسلام اباد کې د افغانستان، پاکستان او چین ترمنځ د درې اړخیزې غونډې لپاره په اسلام اباد کې دی. درېوواړو مشرانو د سېپټمبر پر اوومه په دغه غونډه کې د سولې پر بهیر، امنیتي همکارۍ او د ترهګرۍ پر ضد د یو بل سره په شریکه په کار کولو بحثونه وکړل.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د سېپټمبر په شپږمه په يو بيان کې ويلي وو چې دا د خارجه وزیرانو درې اړخیزو مذاکراتو درېم پړاو دی.

د پاکستان، افغانستان او چين د بهرنيو چارو وزيرانو فورم په ۲۰۱۷ز کال کې جوړ شوی وو. د دې ټولنې موخه د دغه درېواړو هېوادونو ترمنځ خپلمنځۍ ګټې، اقتصادي پرمختیا، سوله او امنیت ته وده ورکول دي.

د دې فورم لومړۍ غونډه په ۲۰۱۷ز کال په بیجینګ کې، دوهمه په ۲۰۱۸ز کال په کابل کې او درېمه یې دا دی په اسلام اباد کې کېږي.

XS
SM
MD
LG